د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د فراه ولایت په مرکز کې له یوې صرافۍ څخه د نږدې درې میلیونه افغانیو نغدو پیسو د غلا په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن (شنبه، د تلې ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو غلو دوه ورځې وړاندې د فراه ولایت په مرکز کې له یوې صرافۍ څخه دوه میلیونه او ۹۶۰ زره افغانۍ غلا کړې وې.
د خبرپاڼې له مخې، د فراه لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د دې ډلې له استخباراتو سره په همغږۍ، د امنیتي کامرو د انځورونو تر ارزونې وروسته غله پېژندلي دي. په پایله کې، دوه کسان په فراه او دوه نور په هرات کې نیول شوي دي.
د غلا شویو پیسو له ډلې دوه میلیونه او ۳۷۶ زره افغانۍ او یوه کرولا موټر د نیول شویو کسانو له ولکې څخه ترلاسه او ضبط شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.
وروسته له هغې چې طالبان واک ته رسېدلي، په تېرو پنځو کلونو کې له صرافیو او د سرو زرو له پلورنځیو څخه د غلاوو راپورونه زیات شوي دي. د دغو پېښو په اړه خپاره شوي ځینې انځورونه ښيي چې په ډېرو مواردو کې غله وسلهوال وي او د ورځې په رڼا کې په ډلهییز ډول غلاوې کوي.
