د پیسو نړیوال صندوق رییسې کریسټالینا جورجیوا نن (شنبه، د تلې ۲۵مه) د دې بنسټ د کلنیو غونډو په پای کې، چې د نړۍ د پالیسي جوړوونکو په ګډون ترسره شوې، وویل چې د نړۍ د اقتصاد راتلونکی له «خوشبینۍ او اندېښنې» سره مل دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه غونډه روانه اوونۍ د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د مالیې وزیرانو، د مرکزي بانکونو رییسانو او نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه.
د انفلاسیون چټک زیاتوالی، د پورونو د سود د کچې لوړېدل او د مصنوعي ځیرکتیا له امله اقتصادي وده د دغو غونډو له مهمو موضوعاتو څخه وو.
جورجیوا د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل: «دغه غونډې له خوشبینۍ او اندېښنې دواړو سره مل وې.»
هغې زیاته کړه: «خوشبیني د نړیوال اقتصاد له مقاومت، د مصنوعي ځیرکتیا له هیلهبښونکو وړتیاوو او د اسیا له اقتصادي خوځښت څخه سرچینه اخلي. خو مصنوعي ځیرکتیا پخپله هم د اندېښنې له سرچینو څخه ګڼل کېږي. انفلاسیون، د پورونو لوړه کچه، جګړې او اقلیمي خطرونه هم د اندېښنې نور عوامل دي.»
د پیسو نړیوال صندوق د روانې اوونۍ په اوږدو کې خبرداری ورکړی چې د پرمختللو اقتصادونو د پورونو لوړه کچه او د پورونو د سود د کچې زیاتوالی مالي شرایط سختوي؛ په داسې حال کې چې مرکزي بانکونه باید د انفلاسیون پر مهارولو تمرکز وکړي. دغه اقدام ښايي د سود د کچې لوړولو ته اړتیا ولري.
د انرژۍ نړیوالې بیې د فبرورۍ له وروستیو راهیسې، کله چې امریکا او اسراییلو پر ایران جګړه پیل کړه، په چټکۍ لوړې شوې دي. د تهران غچاخیستونکو اقداماتو هم په خلیج فارس سیمه کې د واشنګټن متحدین په نښه کړي او د تېلو او ګازو عرضه یې محدوده کړې ده.
د بیو لوړېدو د نړۍ بېلابېلو برخو ته پراختیا موندلې او د بېلابېلو عایداتي کچو لرونکو هېوادونو په اقتصادونو کې یې د انفلاسیون د زیاتېدو لامل شوی دی.
د پیسو نړیوال صندوق ویلي چې د دغه ناڅاپي اقتصادي ټکان پر وړاندې تر ټولو زیانمنونکي هېوادونه هغه ټیټعاید لرونکي هېوادونه دي چې تېل واردوي. دغو هېوادونو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې له ودې ګټه نه ده اخیستې؛ هغه پانګونه چې د ډېرو پرمختللو اقتصادونو له ودې سره یې مرسته کړې ده.
جورجیوا وویل: «ویلی شم چې په هر ځای کې خلک، په ځانګړې توګه په بېوزلو هېوادونو کې، له انفلاسیون سره مینه نه لري. انفلاسیون پر بېوزلو د مالیې په څېر دی.»
هغې وویل چې دغه هېوادونه باید د خپلو لګښتونو موخې داسې وټاکي چې اقتصادي وده او د ټولنې د تر ټولو زیانمنونکو خلکو ملاتړ پکې لومړیتوب ولري. هغې زیاته کړه چې د پیسو نړیوال صندوق په نه ستړې کېدونکې توګه هڅه کوي چې د ټیټعاید لرونکو هېوادونو لپاره ډېرې سرچینې برابرې کړي.
د جورجیوا په وینا، په هر حال، په ټوله نړۍ کې د سود د کچې او د پورونو د سود د کچې لوړېدو د ټیټعاید لرونکو هېوادونو لپاره د پورونو د بېرته ورکړې لګښتونه زیات کړي دي.
د پیسو نړیوال صندوق رییسې وویل چې په وروستیو کلونو کې د ټیټعاید لرونکو هېوادونو په دولتي عوایدو کې د پورونو د بېرته ورکړې ونډه له اتو سلنې څخه ۱۴ سلنې ته لوړه شوې ده.
هغې وویل چې دغه سازمان مسوولیت لري، د اړتیا په صورت کې له هېوادونو سره د پورونو په بیا تنظیمولو کې مرسته وکړي، د کورنیو سرچینو په راټولولو کې یې ملاتړ وکړي، نړیوال تمویل ته د لاسرسي زمینه ورته برابره کړي او د خصوصي سکټور د پانګونې لپاره اړین شرایط رامنځته کړي.
جورجیوا زیاته کړه: «کله چې موږ خپله ټوله هڅه کوو، پایله یې د خلکو د ژوند ښه کېدل وي.»
د پیسو نړیوال صندوق رییسې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې د ودې په اړه وویل چې غړو هېوادونو د اقتصادي ودې په پیاوړتیا کې د دې ټکنالوژۍ ارزښت منلی دی؛ خو هغې زیاته کړه: «کله چې د ودې لپاره پر یوه مشخص عامل تکیه وکړو، داسې ده لکه پر یوه پښه چې ولاړ یو.»
د سږنیو غونډو یوه مهمه موضوع دا وه چې ایا د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو پرمختللي ماډلونه مقرراتو او خوندیتوب ته اړتیا لري که نه.
د مصنوعي ځیرکتیا د خپلواکو عاملونو په تړاو د وروستیو امنیتي پېښو له افشا کېدو وروسته، دغه پوښتنه لا ډېره بېړنۍ شوې ده.
جورجیوا وویل چې په بنکاک کې یې د دې موضوع په اړه د مصنوعي ځیرکتیا د شرکتونو، حکومتونو او نورو ښکېلو لورو ترمنځ د همکارۍ له روحیې څخه «اغېزمنه» شوې ده.
