د تهران د سوداګرۍ خونې د ترانسپورټ کمېسیون رییس پیمان سنندجي ویلي، د بانکي بندیزونو له امله پاکستان ته د ایران صادرات په موقتي ډول درېدلي، خو له پاکستان څخه ایران ته واردات لا هم دوام لري.
هغه له مهر خبري اژانس سره په خبرو کې د ایران او پاکستان ترمنځ د یوه سرحدي بندر د تړل کېدو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه ځمکنۍ سوداګریزه پوله تړل شوې نه ده. خو پاکستاني واردوونکي باید له ایران څخه د واردېدونکو توکو لپاره د وارداتو برېښنايي فورمه خپل بانکي سیستم ته وسپاري.
سنندجي ویلي: «د ایراني بانکونو او د هېواد د بانکي سیستم پر وړاندې د بندیزونو له امله د دې بهیر ترسره کول ستونزمن شوي او پاکستان ته یې د ایران د صادراتو او هغو پاکستاني واردوونکو لپاره ستونزې رامنځته کړې چې خپل توکي له ایران څخه برابروي.»
هغه زیاته کړې چې له پاکستان څخه ایران ته د وارداتو دوام لا هم شونی دی، خو باید روښانه شي چې پاکستاني لوری به د دې بهیر د دوام لپاره تر کومه بریده همکاري وکړي.
د تهران د سوداګرۍ خونې د ترانسپورټ کمېسیون رییس زیاته کړې چې که د ایران پر بانکي سیستم محدودیتونه دوام وکړي او د اړینو بانکي چارو ترسره کول ممکن نه شي، نو پاکستان ته به د ایران صادرات په عملي ډول ودرېږي.
ایران د امریکا له سمندري محاصرې او پراخو بندیزونو سره مخ دی.
په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شوي وو چې امریکا او اسراییل د ایران د ځمکنۍ محاصرې طرحه هم ارزوي.
