پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې «ناپېژانده وسلهوالو» د دغه هېواد ۲۰ پولیس، چې د روزنې په حال کې وو، د بلوچستان ایالت له مستونګ ولسوالۍ څخه تښتولي دي.
د «ډان» ورځپاڼې نن (شنبه، د تلې ۲۵مه) د بلوچستان د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي چې دغه پولیس د اوونۍ پای رخصتۍ لپاره خپلو کورونو ته روان وو، چې وسلهوالو د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لار وتښتول.
د بلوچستان دغه چارواکي ویلي چې پر موټرسایکل سپرو وسلهوالو، چې په اتومات وسلو سمبال وو، لومړی د پولیسو موټر درولی او وروسته یې هغوی له موټر سره یو نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.
خو د بلوچستان چارواکو تایید کړې چې وسلهوالو د موټر چلوونکی او درې نور سپاره کسان خوشې کړي دي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ځواکونو د تښتول شویو پولیسو د موندلو لپاره په شاوخوا غرونو کې عملیات پیل کړي، خو تر اوسه یې د هغوی د ساتل کېدو د ځای په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.
تر اوسه کومې ډلې د دغو پولیسو د تښتولو مسوولیت نه دی منلی.
د پاکستان بلوچستان ایالت، چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د دغه هېواد دویم ناامنه ایالت بلل کېږي. وسلهوالو یاغیانو په دې ایالت کې څو ځله د دولتي ځواکونو پر ضد مرګوني بریدونه کړي او د خلکو د تښتولو پېښې یې هم ترسره کړې دي.
