د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د ۲۰۲۶ کال د څو اړخیزې بېوزلۍ شاخص ښيي چې د نړۍ په کچه په شدیدې بېوزلۍ کې د ژوند کوونکو کسانو شمېر نږدې ۱.۲ میلیاردو ته رسېدلی دی. افغانستان هم له هغو هېوادونو دی چې د بېوزلۍ او لوږې بحران پکې د خرابېدو په حال کې دی.
د هغو شمېرو له مخې چې نن (شنبه، د تلې ۲۵مه) د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپرې شوې، په نړۍ کې نږدې ۱.۲ میلیارد کسان په شدیده بېوزلۍ کې ژوند کوي.
دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د راپور په پرتله د څو اړخیزې بېوزلۍ زیاتوالی ښيي. په تېر راپور کې د بېوزلو کسانو شمېر ۱.۱۵ میلیارد ښودل شوی و.
په ورته وخت کې، نږدې ۹۵۲ میلیون کسان هم د بېوزلۍ له خطر سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، له نیمایي ډېر بېوزله وګړي، یعنې ۵۱.۵ سلنه یا ۶۱۷ میلیون کسان، تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.
نږدې له هرو دریو ماشومانو یو یې له څو اړخیزې بېوزلۍ سره مخ دی؛ خو د لویانو په منځ کې له هرو اوو کسانو یو کس په دې وضعیت کې ژوند کوي.
د راپور له مخې، د افریقا هېوادونه د ماشومانو د بېوزلۍ تر ټولو لوړه کچه لري او په دې سیمه کې ۳۵۵ میلیون ماشومان بېوزله دي.
له دې وروسته جنوبي اسیا راځي چې ۱۸۱ میلیون ماشومان پکې بېوزله دي. دا شمېر د دې سیمې د بېوزلو وګړو ۴۶.۱ سلنه جوړوي.
په افغانستان کې بېوزلي
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د څو اړخیزې بېوزلۍ د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا ۶۴.۹ سلنه وګړي په څو اړخیزه بېوزلۍ کې ژوند کوي. دا اټکل د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د ارزونو پر معلوماتو ولاړ دی.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان نفوس ۲۶.۸۹ میلیون او په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۲۷.۶۷ میلیون اټکل شوی دی؛ په داسې حال کې چې د افغانستان نفوس تر ۳۶ میلیون ډېر اټکل کېږي. ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د کډوالو د بېرته ستنېدو په پام کې نیولو سره د افغانستان نفوس ۴۰ میلیون اټکل کړی و.
د څو اړخیزې بېوزلۍ د راپور له مخې، په افغانستان کې د بېوزلو وګړو د محرومیت منځنۍ کچه ۵۵.۵ سلنه ده. دا په دې مانا ده چې هر بېوزلی کس په یو وخت کې د ژوند له معیاري شاخصونو څخه تر نیمايي ډېر محروم دی.
د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا ۳۹.۱ سلنه وګړي په شدیده بېوزلۍ کې ژوند کوي.
همدارنګه، نږدې ۱۹.۹ سلنه وګړي د بېوزلۍ له کرښې سره نږدې دي او له سخت زیانمنېدو سره مخ دي.
د محرومیت په شاخص کې زده کړې تر ټولو لویه ونډه لري او ۴۲.۵ سلنه جوړوي، چې د زده کړو او سواد په برخه کې د جدي بحران ښکارندویي کوي.
د ژوند معیارونه د محرومیت ۳۳.۴ سلنه ونډه لري او دویم ځای خپلوي. روغتیا بیا د ۲۴.۱ سلنه ونډې په لرلو سره ورپسې راځي.
د ملي پولي بېوزلۍ د کرښې د معلوماتو له مخې، د افغانستان شاوخوا ۴۷.۱ سلنه وګړي د بېوزلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي.
دې وضعیت د خوړو پراخ ناامني رامنځته کړې ده. د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه وګړي به په راتلونکي ژمي کې له شدیدې خوړو ناامنۍ سره مخ شي.
همدارنګه، اټکل کېږي چې تر څلور میلیون ډېر ماشومان به د خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا ولري.
