د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خپلو محتسبانو ته د ۱۰۰ موټرسایکلونو د وېش خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي، د موټرسایکلونو د وېش موخه د خلکو شکایتونو ته پر وخت رسېدنه او د منکراتو مخنیوی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر ویلي، ۴۲ موټرسایکلونه په کابل کې د دغه وزارت د ښاري ریاست اړوند ۲۲ حوزو ته ځانګړي شوي او پاتې نور د کابل ولسوالیو او د ځینو نورو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا، دغه موټرسایکلونه به د محتسبانو د کاري چارو په اسانه ترسره کولو کې مرسته وکړي.
د طالبانو محتسبان یا د امر بالمعروف ماموران د خلکو پر جامو او ظاهري بڼه څارنه کوي. دوی معمولاً ښځې د طالبانو د خوښې وړ حجاب نه مراعتولو او نارینه د ږیرې د اندازې له امله نیسي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د بشري حقونو برخې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو دریو میاشتو کې یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورانو له لوري د ښځو او نارینهوو د «خپلسرو» نیونو او توقیف لږ تر لږه ۴۴۳ پېښې ثبت کړې دي.
د طالبانو دغه ماموران پراخ واکونه لري.
