
کندهار کې سیمهییزې سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز کې غلو یو ځوان د چاقو په ګوزارونو وژلی دی.
یوه سرچینه، چې نه غواړي هویت یې څرګند شي، وايي چې د احسانالله په نوم دغه ځوان، چې اصلي د پکتیا ولایت اوسېدونکی و، پرون (شنبه، د لړم ۲) له غرمې وروسته د غلو له لوري وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، غلو لومړی دغه ځوان د چاقو په ګوزارونو سخت ټپي کړی او موبایل یې ترې وړی دی. نوموړي وروسته په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي ستونزو له امله دا مهال په افغانستان کې جنايي جرمونه زیات شوي او نږدې هره ورځ د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د ورته پېښو خبرونه خپرېږي.
