د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي، د تېرې ورځې (شنبه، د لړم ۲) په ټول هېواد کې د پراخو اعتراضونو پر مهال نږدې زر کسان نیول شوي دي.
د «فرانس ۲۴» شبکې د راپور له مخې، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر، لوران نونز ویلي، پولیسو نږدې زر کسان نیولي دي.
نونز ویلي: «امنیتي ځواکونو د افراطي کیڼ اړخو له نقاباغوستونکو کسانو سره د ډېرې لوړې کچې تاوتریخوالي سره مخ شول.»
په فرانسه کې د اعتراضونو له تنظیموونکو اتحادیو څخه یوې، «سيجيتي»، اعلان کړی چې د اعتراضونو په تازه پړاو کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسانو ګډون کړی دی.
د اعتراضونو او نیونو له پراخوالي سره سره، د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې «لاریونونه په ښه توګه ترسره شول».
د تېرې ورځې اعتراضونه په پاریس او د فرانسې په نورو ښارونو کې د تېرې اوونۍ له تاوتریخجنو لاریونونو یوه اوونۍ وروسته ترسره شول. د تېرې اوونۍ اعتراضونه وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښتل چې د لیموژ ښاروالۍ ودانۍ ته اور واچول شو، له پولیسو سره د اعتراض کوونکو نښتې وشوې، څو پلورنځي لوټ شول او پولیسو لاسي بمونه او اوښکې بهوونکی ګاز وکارول. د راپور له مخې، په هغو پېښو کې تر ۲۷۰۰ ډېر کسان نیول شوي وو.
