د ایران پارلمان د بهرنیو وګړو د ناقانونه ننوتلو یا اوسېدو لپاره تر ۱۰ زره یورو پورې جریمه وټاکله

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پارلمان د یوې طرحې په تصویب سره، هغو بهرنیو وګړو ته چې په ناقانونه توګه ایران ته ننوځي یا په دغه هېواد کې اوسېږي، تر ۱۰ زره یورو پورې نغدي جریمه ټاکلې ده.

د ایران دولتي ټلوېزیون (صداوسیما) د دې پرېکړې تصویب د بهرني نفوذ پر وړاندې د مبارزې د طرحې د څېړنې دوام او په ایران کې د بهرنیو وګړو د ناقانونه ننوتلو یا اوسېدو لپاره د قانوني میکانېزم د ټاکلو په موخه بللی دی.

د دغه رسنۍ د راپور له مخې، د ایران د پارلمان د پرېکړې له مخې، هغه بهرني وګړي چې د ایران اسلامي جمهوریت خاورې ته په ناقانونه توګه ننوځي یا په دغه هېواد کې له قانوني اجازې پرته اوسېږي، او د دې کار لپاره د منلو وړ عذر ونه لري یا یې د اسنادو د تمدید په اداري بهیر کې ځنډ نه وي رامنځته شوی، د بایومتریک معلوماتو د ثبت ترڅنګ به له هېواده وایستل شي او د قضايي مقام په پرېکړه به د هغوی د مالي توان په پام کې نیولو سره تر ۱۰ زره یورو پورې نغدي جریمه هم پرې ولګول شي.

ایران د افغانستان د څو میلیونو کډوالو کوربه دی. د دغو کډوالو یوه برخه له څو لسیزو راهیسې په ایران کې ژوند کوي او د دغه هېواد حکومت ورته د اوسېدو اسناد ورکړي دي؛ خو یو شمېر نور کډوال معتبر اسناد نه لري. همدارنګه، په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعیت له امله، د دې هېواد وګړي په ناقانونه توګه ایران ته د کار لپاره کډوال کېږي.

ایران تر دې وړاندې هم افغان ناقانونه کډوال نیول او له هېواده یې ایستل؛ خو دا لومړی ځل دی چې د ناقانونه بهرنیو وګړو لپاره مالي جریمه ټاکي. تر اوسه روښانه نه ده چې نوې طرحه به پر افغان کډوالو هم عملي شي که نه.

د نوې طرحې له مخې، هغه بهرني وګړي چې په قانوني توګه ایران ته داخل شوي وي، خو د دغه هېواد د ملي امنیت پر ضد اقدام وکړي، عامه نظم ګډوډ کړي یا داسې کار او فعالیت ترسره کړي چې د دوی د ویزې یا د اوسېدو د اجازې له شرایطو او محدودیتونو سره په اساسي ډول په ټکر کې وي، هم به له هېواده د ایستلو او د یادې نغدي جریمې له سزا سره مخ شي.

د صداوسیما د راپور له مخې، که یو بهرنی وګړی د ایران په خاوره کې بله تعزیري جزایي سرغړونه هم وکړي، د هغه د سزا کچه به یوه درجه لوړه شي.

دغه رسنۍ زیاته کړې، چې د ایران د پارلمان د استازو په موافقه، د هغو ټولو تعزیري جرمونو سزاوې به یوه درجه سختې شي چې د یوه بهرني اجنټ تر ملاتړ، لارښوونې، روزنې یا مدیریت لاندې ترسره شوي وي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته