د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو د معینیت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رییس، عبدالبصیر قانع وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا زر ډوله درمل تولیدېږي، خو یوازې ۴۰۰ ډوله یې د نړیوالو معیارونو له مخې جوړېږي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د «حریت» رسنۍ د راپور له مخې، قانع ویلي چې په هېواد کې د درملو د تولید ۱۱۷ کارخونې فعالیت کوي، خو یوازې څلور یې د نړیوالو معیارونو مطابق فعالیت لري.
هغه زیاته کړې، چې ۱۸ نورو کارخونو د روغتیا نړیوال سازمان ځینې معیارونه پوره کړي، خو لا یې ټول معیارونه نه دي بشپړ کړي.
طالبانو په دې وروستیو کې خصوصي روغتونونه هم ارزولي او اعلان یې کړی، چې د کابل له ۱۱۵ خصوصي روغتونونو څخه یوازې دوو د کیفیت له پلوه د «اې» درجه ترلاسه کړې ده.
د دې ارزونې له مخې، نهو روغتونونو د «بي» او ۳۹ نورو د «سي» درجه ترلاسه کړې، خو پاتې روغتونونه په دې ارزونه کې ناکام شوي دي.
افغانستان ته د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هېواد له پراخ روغتیايي بحران سره مخ شوی دی. افغانانو څو ځله د روغتیايي خدمتونو د ټیټ کیفیت او لوړو لګښتونو په اړه شکایتونه کړي دي.
