د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر وايي، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې په عملیاتو کې ۱۰ زره او ۶۵ کسان نیول شوي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دغه معین نن (سهشنبه، د لړم ۵مه) د «د افغانستان اسلامي امارت د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزه؛ واقعیتونه او لاسته راوړنې» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې دغه شمېرې وړاندې کړې دي.
هغه ویلي چې طالبانو په روان میلادي کال کې د نشهیي توکو پر وړاندې ۲۵ زره او ۱۱۶ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې یاد کسان نیول شوي دي.
عبدالرحمان منیر زیاته کړې چې په همدې موده کې د کوکنارو او چرسو ۲۶ زره او ۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه له منځه وړل شوې، د نشهیي توکو د پروسس ۳۰۱ لابراتوارونه، د کیمیاوي ګولیو د تولید دوه کارخانې او د الکولي مشروباتو د تولید ۱۵ کارخانې کشف او له منځه وړل شوې دي.
هغه په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د بدیلې معیشت برابرولو او د قانوني کرنیزو محصولاتو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د دې ډلې له بیا واکمنېدو وروسته د یوه فرمان په صادرولو سره د نشهیي توکو کښت، تولید او قاچاق منع اعلان کړي دي.
خو د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د افغانستان په ځینو سیمو کې لا هم کوکنار کرل کېږي او د مصنوعي نشهیي توکو تولید هم زیات شوی دی.
