ګوترش: د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی د حوثیانو په بند کې مړ شوی دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د دغه سازمان د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د یوه کارکوونکي د مړینې خبر ورکړی، چې د حوثیانو په بند کې یې ژوند له لاسه ورکړی او د دې ډلې په بند کې یې د نورو کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

ګوترش نن (یک‌شنبه، د عقرب ۱۰مه) په ایکس‌پاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي، چې د محمد شامي په نوم د یمن یو وګړی، چې د ملګرو ملتونو کارکوونکی و، د حوثیانو په بند کې مړ شوی دی.

د ګوترش په وینا، محمد شامي د ۲۰۲۴ کال د جون له شپږمې راهیسې د حوثیانو په بند کې و او تر دوو کلونو ډېر وخت یې له رسمي تور او عادلانه قانوني بهیر پرته په بند کې تېر کړی و.

هغه زیاته کړې، چې دا د حوثیانو په توقیف‌ځایونو کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د مړینې دویمه پېښه ده. تر دې مخکې هم په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو کارکوونکی د حوثیانو په بند کې مړ شوی و.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک ویلي، چې د شامي کورنۍ د هغه تر مړینې شاوخوا یوه میاشت وروسته له پېښې خبره شوې او تر اوسه یې د نوموړي د مړینې د لامل او څرنګوالي په اړه کوم وضاحت نه دی ترلاسه کړی.

هغه د حوثیانو له چارواکو د بشپړې روڼتیا او د پېښې د بېړنۍ، خپلواکې او هر اړخیزې څېړنې غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ملګرو ملتونو د دغه کارکوونکي کورنۍ حق لري په حقیقت پوه شي.

د ملګرو ملتونو او مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو نیول له ۲۰۲۴ کال راهیسې زیات شوي دي. حوثیانو د همدې کال د مې په ۳۱مه او د جون په شپږمه د ملګرو ملتونو او نادولتي سازمانونو تر ۶۰ ډېر کارکوونکي نیولي او پر هغوی یې د امریکا او اسرائیلو د جاسوسۍ په شبکه کې د غړیتوب تور لګولی و؛ خو د دغو تورونو لپاره یې د عامو خلکو د لاسرسي وړ او د خپلواکې ارزونې وړ شواهد نه دي وړاندې کړي.

د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې هم د ملګرو ملتونو لږ تر لږه اته نور کارکوونکي ونیول شول او د همدې کال په اګست کې د نیونو نوې څپه پیل شوه. د تازه راپورونو له مخې، اوس د ملګرو ملتونو او نادولتي سازمانونو ټولټال ۷۲ کارکوونکي د حوثیانو په بند کې دي.

حوثیانو تر اوسه د محمد شامي د مړینې په اړه څه نه دي ویلي. ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ د هغو اوو نورو کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، چې له شامي سره یوځای نیول شوي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي: «زه لا هم د ملګرو ملتونو د اوسنیو او پخوانیو کارکوونکو، د بشري مرستو د سازمانونو او د مدني ټولنې د بنسټونو د هغو کارکوونکو د خوندیتوب او روغتیا په اړه ژوره اندېښنه لرم، چې لا هم [د حوثیانو] په بند کې دي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته