د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د بودیجې کمښت روغتیايي مرکزونه اړ کړي چې خپل خدمتونه کم کړي یا خپل فعالیتونه ودروي؛ په داسې حال کې چې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړ دي اوږده او له خطره ډکې لارې ووهي.
دغه دفتر ویلي، چې بېړنۍ روغتیايي مرستې د بودیجې برابرېدو ته انتظار نه شي کولای.
اوچا زیاته کړې، چې د دوامدارې بودیجې برابرول مرسته کوي څو لومړني روغتیايي خدمتونه د خلکو په واک کې او د هغوی د استوګنې سیمو ته نږدې پاتې شي.
د اوچا په وینا، په افغانستان کې د خوړو د ناامنۍ او خوارځواکۍ د زیاتېدو په اړه د اندېښنو ترڅنګ، د بودیجې د کمښت له امله په دغه هېواد کې د تغذیې یو پر درېیمه برخه مرکزونه تړل شوي دي.
اوچا خبرداری ورکړی، چې راتلونکی کال به تر څلور میلیونه ډېر نوي زېږېدلي ماشومان او له شپږو کلونو کم عمره ماشومان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته نړیوالې مرستې په پام وړ ډول کمې شوې دي.
اوچا په افغانستان کې د ۱۷.۵ میلیونه زیانمنو کسانو د ملاتړ لپاره د ۱.۷ میلیارده ډالرو بودیجې غوښتنه کړې، خو تر اوسه د دغې بودیجې یوازې څه باندې ۳۳ سلنه برابره شوې ده.
