افغان نجونو ورزشکارانو د ایران د «لایټ کیکبوکسینګ» په انتخابي سیالیو کې ۱۵ مډالونه ګټلي، چې څلور یې د سرو زرو دي.
د ایران د کیکبوکسینګ انتخابي سیالۍ د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د تهران په «شهید رجایي» لوبغالي کې د ۵۵۰ نجونو او هلکانو ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د «امید جوانان» ورزشي کلب افغان نجونو په غوره لوبه کولو سره څلور د سرو زرو، اووه د سپینو زرو او څلور د برونزو مډالونه ګټلي دي.
رقیه اسلامي، هدیه جعفري، زینب حسیني او نسرین حسیني د سرو زرو مډالونه؛ زهرا جعفري، معصومه جعفري، نرګس محمدي، نرګس حسیني، فهیمه محمدي، سکینه جعفري او مدینه جعفري د سپینو زرو مډالونه؛ او فاطمه حسیني، فرشته یوسفي، صاحبه حیدري او وندا فاضلي د برونزو مډالونه ګټلي دي.
د دغو نجونو روزونکې مدینه خلیلي وايي، چې ورزشکارې نجونې د کلب له محدودیتونو او د امکاناتو له نشتوالي سره سره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغې د خپلو شاګردانو د غوره لوبې په اړه ویلي: «هغوی له شته محدودیتونو او ستونزو سره سره، په پوره هوډ او ارادې خپلو تمرینونو او هڅو ته دوام ورکوي.»
مدینې خلیلي د افغان نجونو د ورزشي وړتیاوو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی او له اړوندو بنسټونو یې غوښتي، چې له دغو ورزشکارانو سره لا ډېره همکاري وکړي، څو په نړیوالو سیالیو کې هم ګډون وکړای شي او خپل هېواد ته ویاړونه وګټي.
د سرو زرو د مډال ګټونکې رقیه اسلامي وايي، چې محدودیتونه د افغان نجونو د پرمختګ مخه نه شي نیولای.
هغې د خپلې لوبډلې له بریا څخه د خوښۍ په څرګندولو ویلي: «زه او زما د لوبډلې ملګرې تل هڅه کوو، چې خپل هېواد ته ویاړ او سرلوړي ور په برخه کړو.»
نوموړې د افغان نجونو له اساسي حقونو او فرصتونو څخه محرومیت ته په اشارې ټینګار کړی: «د موږ په محدودولو سره نه شي کولای نجونې له ورزش، زدهکړو او زدهکړې کولو محرومې کړي. زموږ د ارادې او هڅو پر وړاندې به هر محدودیت یوه ورځ کمزوری شي.»
طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر ورزش بندیز لګولی دی. د افغانستان ګڼ شمېر ښځینه ورزشکارانې او د ملي لوبډلو غړې له هېواده وتلې دي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو هغه یو شمېر شخصي ورزشي کلبونه هم تړلي، چې په پټه یې په زیرزمینيو کې فعالیت کاوه، او د دغو کلبونو مسوولان یې نیولي دي.
