طالبانو د الله‌داد فدایي د اجباري اعتراف ویډیو خپره کړې

د «هندوکش غږ» رسنۍ، چې د طالبانو له استخباراتو سره تړاو لري، د افغانستان د مخکیني حکومت د پولیسو د یوه قوماندان الله‌داد فدایي د اجباري اعتراف ویډیو خپره کړې ده.

دې رسنۍ نن (دوشنبه، د لړم ۱۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یوه شپږ دقیقې ویډیو خپره کړې، چې پکې الله‌داد فدایي د طالبانو له خوا د خپل نیول کېدو، د دغې ډلې پر وړاندې د بریدونو د پلانولو او د «افغانستان متحدې جبهې» له مشر سمیع سادات سره د اړیکو په اړه خبرې کوي.

خو څرګنده نه ده چې دغه اعترافات چېرته، څه وخت او په کومو شرایطو کې ثبت شوي دي.

فدایي په دې ویډیو کې وايي، چې د طالبانو د «افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون» په بلنه له ایران څخه افغانستان ته راغلی و او د «مصونیت کارت» یې هم ترلاسه کړی و.

نوموړی وايي، افغانستان ته تر راتګ وروسته د «افغانستان متحدې جبهې» مشر سمیع سادات ورسره اړیکه نیولې او ترې غوښتي یې وو، چې په نورستان او لغمان ولایتونو کې د دغې جبهې د بریدونو د قوماندې مسوولیت پر غاړه واخلي.

د خپرې شوې ویډیو له مخې، الله‌داد فدایي وايي، دوی غوښتل د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد بریدونه ترسره کړي، خو تر دې وړاندې د طالبانو ځواکونو نیولی دی.

د «هندوکش غږ» رسنۍ په وروستیو ورځو کې ځینې غږیز فایلونه هم خپاره کړي او ادعا یې کړې، چې دغه فایلونه د سمیع سادات او الله‌داد فدایي ترمنځ د خبرو اترو دي.

«افغانستان متحدې جبهې» تر اوسه د الله‌داد فدایي د اعترافاتو د ویډیو خپرېدو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د طالبانو له خوا خپاره شوي غږیز پیغامونه یې «جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي» بللي دي.

دې جبهې ویلي: «دغه پیغامونه د جعل‌کارۍ، پلمې جوړولو او د عامه ذهنیت د غولولو د لړۍ په دوام کې چمتو شوي دي. د طاغوت رژیم د دغو پیغامونو په خپرولو سره هڅه کوي، چې د افغانستان د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو د غړو د لا ډېر ځپلو، نیولو او شکنجه کولو لپاره پلمې برابرې کړي.»

«افغانستان متحدې جبهې» د الله‌داد فدایي له دې جبهې سره د اړیکو په اړه څه نه دي ویلي او په خپل خپاره کړي پیغام کې یې د هغه نوم هم نه دی یاد کړی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، طالبانو د روانې لمریزې میاشتې په لومړیو کې الله‌داد فدایي په کابل کې له خپل کوره نیولی دی.

فدایي د افغانستان د مخکیني حکومت پر مهال د میدان وردګو، لغمان، نیمروز او بغلان ولایتونو د پولیسو قوماندان پاتې شوی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته