د مدیترانې په سمندر کې ۲۰ کډوال مړه شوي دي

د یونان چارواکي وايي، ۲۰ کډوال د دغه هېواد کرت ټاپو ته د رسېدو په هڅه کې د مدیترانې په سمندر کې مړه شوي دي. کرت ټاپو اروپايي ټولنې ته د کډوالو د ننوتلو پر یوه مهم مسیر بدل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د یونان ساحلي ګارډ نن (دوشنبه، د لړم ۱۸مه) ویلي، د یوې کښتۍ دننه د اتو کسانو او د بلې کښتۍ دننه د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي دي. د دواړو کښتیو شاوخوا ۴۰ سپرلۍ هم ژغورل شوې دي.

د یونان ساحلي ګارډ زیاته کړې، چې د شنبې په ناوخته د یوې کښتۍ له خوا د بېړنۍ مرستې غوښتنې تر ترلاسه کولو وروسته سمندري ځواکونو د ژغورنې عملیات پیل کړل. خو د سختو بادونو له امله په سمندر کې د عملیاتو ترسره کول ستونزمن شوي وو.

چارواکو د یک‌شنبې په ورځ ویلي وو، چې یوې بلې کښتۍ د پېښې له سیمې سره نږدې د تېرېدو پر مهال شاوخوا ۲۸ ژوندي پاتې شوي کسان او د یوه کس مړی ژغورلی دی. د دغو کسانو ټولو د سوډان تابعیت درلود. وروسته ژغورل شوي کسان د پولیسو یوې کښتۍ ته ولېږدول شول او د کرت ټاپو ته یووړل شول.

د چارواکو په وینا، د سوډان دوه وګړي، چې یو یې ۱۶ کلن دی، وروسته له هغې نیول شوي چې ژوندي پاتې شویو کسانو هغوی د انسانانو د قاچاق په تور پېژندلي دي.

د یونان ساحلي ګارډ ویلي، چې د یک‌شنبې او دوشنبې ترمنځ شپه یې د دغو کسانو کښتۍ وموندله او اووه نور مړي یې هم په کې وموندل.

په یوه بله جلا پېښه کې، د یونان ساحلي ګارډ د دوشنبې په ورځ د کرت ټاپو په سوېل کې په یوه کښتۍ کې د ۱۲ کسانو مړي موندلي او ۱۸ نور یې ژغورلي دي.

د بندري چارواکو، د یونان ساحلي ګارډ او د اروپايي ټولنې د سرحدي ادارې د معلوماتو له مخې، تر دوشنبې پورې په ټولیزه توګه ۱۰۵ کسان ژغورل شوي دي.

کرت ټاپو د هغو کډوالو لپاره پر یوه مهم مسیر بدل شوی، چې له لیبیا څخه حرکت کوي او د سمندر له خطرناکې لارې هڅه کوي یونان او اروپايي ټولنې ته ځانونه ورسوي.

د کډوالو د دغو سفرونو ډېری هغه مهال په ناورین بدلېږي، چې کښتۍ ډوبې شي یا په سمندر کې له ستونزو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه څه باندې ۳۷ زره کډوال یونان ته داخل شوي دي.

له دغو کډوالو څخه تر ۲۲ زرو ډېر یې د یونان تر ټولو لوی ټاپو، کرت، ته رسېدلي دي.

د کډوالو د شمېر د زیاتوالي په غبرګون کې، د یونان حکومت اعلان کړی چې د کرت ټاپو د تر ټولو لوی ښار هراکلیون ته نږدې د کډوالو لپاره د لنډمهالي استوګنځي د جوړولو پلان لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته