ټرمپ د قطر له لومړي وزیر سره تر لیدنې وروسته له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په بهیر کې د «مثبت پرمختګ» خبر ورکړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو بهیر چټک شوی دی.

نوموړي په ورته وخت کې ویلي چې ایران «له پوځي پلوه عملاً خپل کار پای ته رسولی دی»، خو د نویو بریدونو احتمال یې هم رد نه کړ.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره ولیدل. قطر له ایران سره د جګړې په اړه د منځګړیتوب له مهمو هېوادونو څخه دی. دا له منځنیو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له سختې ماتې وروسته له یوه بهرني مشر سره د ټرمپ لومړنۍ لیدنه وه.

ټرمپ وروسته په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې ولیکل چې دواړو مشرانو «ډېرې ښې خبرې اترې» کړې او د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه یې پر ګڼو موضوعاتو بحث کړی دی.

د منځنیو ټاکنو په درشل کې داسې پراخ اټکلونه موجود وو چې ښايي امریکا ډېر ژر پر ایران خپل بریدونه بېرته پیل کړي.

خو ټرمپ، سره له دې چې د نورو بریدونو احتمال یې پرانیستی پرېښی، د جګړې د بیا پیل کېدو احتمال کم بللی دی. نوموړي د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته هم پر همدې دریځ ټینګار وکړ.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: «ایران له پوځي پلوه عملاً خپل کار پای ته رسولی دی. موږ یوازې اوسنی وضعیت ساتو؛ خو که اړ شو چې بیا اقدام وکړو، بشپړ چمتووالی او وسلې لرو او د اقدام توان مو شته.»

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په ټروت سوشیل کې په یوه پیغام کې وویل، د دې حقیقت په پام کې نیولو سره چې د خلیج په سیمه کې د امریکا مهم متحدین د اوسني وضعیت د ساتلو غوښتونکي دي، د ده په باور د نورو بریدونو احتمال «ډېر کم» دی.

هغه زیاته کړه: «موږ د دې شخړې د پای ته رسولو په لاره کې مثبت پرمختګ وینو او ډاډ به ترلاسه کړو چې په هر وخت کې د امریکا ګټې خوندي وي.»

په ورته وخت کې، ایراني چارواکو د واشنګټن د پرله‌پسې فشارونو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی دی.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي د دوشنبې په وروستیو کې په خپله ایکس پاڼه کې ولیکل چې امریکا «د یوه ناهیلي قمارباز په څېر لاس او پښې وهي» او واشنګټن ته یې وویل: «خپل لاسونه راټول کړئ او د خیالي مذاکراتو په اړه د جعلي خبرونو له خپرولو لاس واخلئ.»

تر دې وړاندې د ایران د پارلمان رییس او د دغه هېواد لوړپوړي مذاکره کوونکي محمدباقر قالیباف په ایکس پاڼه کې ادعا کړې وه چې اسرائیل امریکا د جګړې پر لور هڅوي.

هغه زیاته کړې وه: «تر هغه چې واشنګټن د اسرائیل لومړی تګلاره پرېنږدي، امریکا او متحدین به یې په مستقیم ډول د یوې تیارې دورې پر لور روان شي.»

د ایراني چارواکو په وینا، د دغه هېواد په خاوره کې بریدونه لا هم دوام لري؛ خو د امریکا پوځ تر اوسه په ښکاره توګه د دغو بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.

د هرمزګان مرستیال والي په دولتي ټلوېزیون کې اعلان کړی چې د هرمز تنګي په سیمه کې د قشم ټاپو د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ د شپې پر مهال تر برید لاندې راغلی دی.

ټرمپ منلې چې له ایران سره جګړې لږ تر لږه تر یوه حده د منځنیو ټاکنو پر مهال د جمهوري غوښتونکو په ماتې کې ونډه لرلې ده؛ په ځانګړي ډول ځکه چې دې جګړې د امریکا په اقتصاد کې د بیو د لوړېدو لامل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته