ځايي سرچینې په خوست ولایت کې وايي چې یوه ۱۷ کلن زدهکوونکي د دغه ولایت په مرکز کې ځانوژنه کړې ده.
د سرچینو په وینا، د دې زدهکوونکي نوم شهیدالله و او نن د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) یې خپل ژوند پای ته رسولی دی.
سرچینې وايي، شهیدالله په یوه خصوصي ښوونځي کې د لسم ټولګي زدهکوونکی و.
تر اوسه د دې ځوان د ځانوژنې لامل او څرنګوالی نه دی معلوم.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د نجونو او هلکانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې په څرګند ډول زیاتې شوې دي.
د دغو پېښو عمده لاملونه د راتلونکي په اړه ناهیلي، بېوزلي، بېکاري او رواني ستونزې بلل کېږي.
