د امریکا دیموکرات قانون جوړونکو هڅه کوي، د افغان وګړو د ایستلو پر وړاندې قانوني خوندیتوب بېرته راژوندی کړي

د امریکا د استازو جرګې دوه دیموکرات استازي هڅه کوي چې د دې جرګې د جمهوري‌پالو مشرانو له لارې تېرېدو پرته، د افغان وګړو لپاره د لنډمهالي خوندي وضعیت (TPS) موضوع د رایې اچونې لپاره وړاندې کړي.

د ان‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، دغو دوو استازو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه)، وروسته له هغې چې کانګرس بېرته واشنګټن ته ستون شو، د «قانوني طرحې د مخته وړلو غوښتنلیک» (Discharge Petition) وړاندې کړ.

د کولوراډو ایالت دیموکرات استازي جېسن کرو او د کالیفورنیا ایالت دیموکرات استازي سام لیکارډو دغه غوښتنلیک ثبت کړی دی.

د دوی د غوښتل شوې قانوني طرحې د عملي کېدو لپاره باید د استازو جرګې د ۲۱۸ غړو لاسلیکونه ترلاسه کړي. دغه طرحه افغان پناه‌غوښتونکو ته اجازه ورکوي چې د ۲۰۲۹ کال تر نیمايي پورې په امریکا کې له شړلو څخه خوندي پاتې شي.

د لنډمهالي خوندي وضعیت (TPS) پروګرام چې په ۱۹۹۰ کال کې د کانګرس له خوا رامنځته شوی، د امریکا د کورني امنیت وزارت تر څارنې لاندې یو پروګرام دی چې کډوالو ته اجازه ورکوي، په هغه صورت کې چې د دوی اصلي هېوادونه ناامنه اعلان شوي وي، تر ۱۸ میاشتو پورې په امریکا کې ژوند او کار وکړي. دغه موده غځېدای هم شي.

د ډونالډ ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغانستان لپاره لنډمهالی خوندي وضعیت لغوه کړ؛ هغه وضعیت چې د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره په پام کې نیولی و.

د امریکا د کورني امنیت هغه مهال وزیرې، کریسټي نوم، وویل:

«دغه اداره هڅه کوي چې د لنډمهالي خوندي وضعیت پروګرام بېرته خپل اصلي هدف ته راوګرځوي، یعنې لنډمهالی پاتې کېدل.»

هغې زیاته کړه:

«د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی او د دغه هېواد اقتصاد چې د ثبات پر لور روان دی، نور د افغانانو د بېرته ستنېدو پر وړاندې خنډ نه ګڼل کېږي.»

په داسې حال کې چې د ټرمپ ادارې په دې وروستیو کې غوښتل لسګونه افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي پاکستان ته وشړي، د فدرالي محکمې یوه قاضي تېره اوونۍ په لنډمهالي ډول د دغه اقدام مخه ونیوله.

کرو او لیکارډو د ۲۱۸ لاسلیکونو د ترلاسه کولو لپاره د استازو جرګې د ټولو اوسنیو دیموکراتو غړو او همدارنګه د یو شمېر جمهوري‌پالو استازو ملاتړ ته اړتیا لري.

جېسن کرو چې د امریکا د پوځ د پراشوټي او رېنجر ځواکونو د غړي په توګه یې په عراق او افغانستان کې دنده ترسره کړې، په یوه اعلامیه کې وویل:

«زموږ افغانو همکارانو د امریکايي سرتېرو د ساتنې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ، چې په هغو کسانو کې زما په څېر کسان هم شامل وو.»

هغه زیاته کړه:

«زه هڅه کوم چې د دې طرحې په اړه د رایې اچونې بهیر پیل کړم، څو په امریکا کې د مېشتو افغانانو ساتنه وشي؛ ځکه زه به اجازه ورنه کړم چې زموږ هېواد دغه زړور افغانان یوازې پرېږدي او تر شا یې پرېږدي.»

که چېرې کرو او لیکارډو د ۲۱۸ لاسلیکونو په ترلاسه کولو بریالي شي، د استازو جرګې جمهوري‌پال مشران به اړ شي چې د «افغانستان د لنډمهالي خوندي وضعیت قانون» (Afghanistan TPS Act) د رایې اچونې لپاره د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

دغه طرحه اوس‌مهال د جمهوري‌پالو څلورو استازو ګډ ملاتړ هم له ځان سره لري: ډان بیکن د نېبراسکا ایالت، ماریا الویرا سالازار د فلوریډا ایالت، جو ویلسن د جنوبي کارولاینا ایالت او مورګن لوټریل د ټکساس ایالت استازي دي.

همدارنګه، د کالیفورنیا ایالت استازی کېون کایلي چې مخکې جمهوري‌پال و او اوس د خپلواک استازي په توګه فعالیت کوي، هم د دې طرحې ملاتړ کړی دی.

سام لیکارډو وویل:

«زرګونو افغانانو د امریکايي ځواکونو ترڅنګ خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړ، ځکه زموږ هېواد له دوی سره یوه ژمنه کړې وه: دا چې موږ به یې یوازې پرې نه ږدو. اوس دا خطر شته چې موږ دغه افغانان بېرته د هماغو طالبانو لاس ته وسپارو چې دوی ورسره د مبارزې لپاره له موږ سره مرسته کړې وه. دا موضوع تر هغه وخته نه شي ځنډېدای چې دیموکراتان بېرته د اکثریت واک ترلاسه کړي.»

دغه طرحه د څه باندې ۵۰ سازمانونو ملاتړ له ځان سره لري، چې په هغو کې د عراق او افغانستان د جګړو د امریکايي پخوانیو سرتېرو سازمان، د بهرنیو جګړو د پخوانیو سرتېرو سازمان او د بښنې نړیوال سازمان (Amnesty International) د امریکا څانګه هم شامل دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته