د بریتانیا شاهي څېړنیز بنسټ «چتم هاوس» د ۲۰۲۶ کال خپله جایزه د افغانستان ښځو ته د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک ځورونې پر وړاندې د دوی د زړورتیا او مقاومت په پار ورکړه.
دغه جایزه د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتم هاوس انسټیټیوټ مشرې، ترېزا مې، د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پخوانۍ دروازهساتونکې او د افغانستان د ښځو استازې الهه صفدري ته ورکړه.
د دغې جایزې د ترلاسه کولو په مراسمو کې چې د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) په لندن کې ترسره شول، یو شمېر نورو ښځینه فعالانو هم ګډون کړی و.
چتم هاوس ویلي، د افغانستان ښځې د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک ځورونې او ځپنې پر وړاندې د خپلې زړورتیا او مقاومت، او همدارنګه د ښځو او نجونو د حقونو او راتلونکي د دفاع لپاره د خپلې ټینګې ارادې له امله د ۲۰۲۶ کال د جایزې ګټونکې شوې دي.
واک ته د طالبانو تر بېرته رسېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له زدهکړو، کار، عامه ژوند او ډېرو اړینو خدمتونو څخه بېبرخې شوې دي.
چتم هاوس ویلي، له دغو محدودیتونو سره سره، ښځو په افغانستان کې دننه او بهر لاریونونه تنظیم کړي، د غیررسمي او تر ځمکې لاندې نوښتونو له لارې یې زدهکړو ته د لاسرسي زمینه ساتلې، د بشري حقونو د سرغړونو پېښې یې مستندې کړې او داسې شبکې یې جوړې کړې چې د هغوی لپاره ملاتړ، فرصتونه او پیوستون برابروي.
دغه بنسټ زیاته کړې، د ښځو هڅو مرسته کړې چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پام ساتل شوی وي.
چتم هاوس زیاته کړې، د ۲۰۲۶ کال جایزه د دغو محدودیتونو پر وړاندې د افغانستان د ښځو د ګډ مقاومت او د برابرۍ د پرمختګ او راتلونکو نسلونو لپاره د غوره فرصتونو د برابرولو په موخه د دوی د دوامداره هڅو د ستاینې په پار ورکړل شوې ده.
د چتم هاوس جایزه هر کال د دغه بنسټ د غړو له خوا او د کارکوونکو له لوري د وړاندې شویو نوماندیو له ترلاسه کولو وروسته ورکول کېږي.
دغه جایزه له هغو کسانو، ډلو او سازمانونو څخه ستاینه کوي چې د نړیوالو اړیکو په ښه کولو کې یې د پام وړ ونډه اخیستې وي.
