د سکاټلنډ کرکټ ادارې اعلان کړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت د چلند او د بشري حقونو په اړه د اندېښنو له امله، د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) له سیالیو بهر به له افغانستان سره هېڅ لوبه تنظیم نه کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، د سکاټلنډ کرکټ ویلي، دغه پرېکړه یې د کرکټ په ورزش کې د ښځو او نجونو د ګډون د پراختیا په اړه د خپلې ژمنې او همدارنګه د افغانستان د بشري وضعیت په پام کې نیولو سره کړې ده.
د سکاټلنډ کرکټ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ:
«دغه تګلاره به هر کال یو ځل، یا د کرکټ نړیوالې شورا له هرې مهمې پرېکړې او یا هم په شرایطو کې د هر اساسي بدلون وروسته، تر بیاکتنې لاندې ونیول شي.»
تر سکاټلنډ مخکې، اسټرالیا او انګلستان او وېلز هم له افغانستان سره دوهاړخیزې لوبې ځنډولې وې.
د دغې پرېکړې لامل د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو سیاستونه او له ورزش څخه د هغوی محرومول دي.
طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي او هغوی یې له زدهکړو، کار او ورزش څخه محرومې کړې دي.
د طالبانو د دغو سیاستونو سره سره، چې د کرکټ نړیوالې شورا له مقرراتو سره په ټکر کې دي، افغانستان لا هم د دغې شورا غړیتوب لري. د کرکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان خپل بشپړ غړی ومانه.
د سکاټلنډ ملي لوبډلې د ۲۰۲۱ کال د شلاوریز نړیوال جام (T20) له ترسره کېدو راهیسې، له افغانستان سره هېڅ رسمي نړیواله لوبه نه ده کړې؛ خو د سکاټلنډ کرکټ ادارې ویلي چې د افغانستان کرکټ فدراسیون د جولای په میاشت کې، د افغانستان د نارینهوو ملي لوبډلې له ایرلنډ سره د سیالیو له لړۍ مخکې، په سکاټلنډ کې د تمریناتي اسانتیاوو د کارولو غوښتنه کړې وه.
دغه ادارې زیاته کړې چې د افغانستان کرکټ فدراسیون د سپټمبر په میاشت کې هم د افغانستان د شلاوریز غوره لیګ (T20 Afghanistan Premier League) په تړاو، په سکاټلنډ کې د تمریناتي اسانتیاوو د کارولو بله غوښتنه کړې وه.
ټاکل شوې چې د افغانستان د نارینهوو د کرکټ غوره لیګ د کلبونو د سیالیو په بڼه د ډسمبر په میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې پیل شي؛ خو د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) لا هم د دغه لیګ ترسره کېدل نه دي تأیید کړي.
په دغه لیګ کې به پنځه لوبډلې ګډون وکړي چې بهرني لوبغاړي به هم د دغو لوبډلو لپاره ولوبېږي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د ښځینه کډوالو کرکټ لوبډلې لوبغاړو له بهرنیو لوبغاړو غوښتي چې د افغانستان په غوره کرکټ لیګ کې ګډون ونه کړي.
د بيبيسي د راپور له مخې، د افغانستان په غوره لیګ کې به تر ټولو ډېر بهرني لوبغاړي له انګلستان څخه وي. د تېرې اوونۍ د سېشنبې په ورځ، د لوبغاړو د ټاکلو په مراسمو کې اته انګلیسي لوبغاړي، د سکاټلنډ، ایرلنډ، اسټرالیا او نیوزیلنډ له لوبغاړو سره یوځای، د افغانستان په غوره لیګ کې د ګډون لپاره وټاکل شول.
د سکاټلنډ کرکټ ویلي چې که د کرکټ نړیواله شورا د افغانستان غوره لیګ ته رسمي اجازه ورکړي، نو لوبغاړو ته به د نهممانعت سندونه (NOC) صادر کړي.
د دغې ادارې په اعلامیه کې راغلي:
«د نهممانعت سند د صادرېدو په صورت کې، د یوه یا څو لوبغاړو ګډون باید د افغانستان د اوسني حکومت یا د هغه د سیاستونو په اړه د سکاټلنډ کرکټ د تأیید یا ملاتړ په توګه ونه ګڼل شي.»
