روسي رسنیو خبر ورکړی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب خبرې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې دي.
د روسیې تاس خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د روسیې، امریکا او اوکراین ترمنځ درېاړخیزې خبرې نن (سېشنبه، د لړم ۱۹مه) په ابوظبۍ کې پیل شوې دي.
دغه رسنۍ داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي د روسیې او اوکراین پلاوي د مېز په دواړو خواوو کې یو د بل پر وړاندې ناست دي او امریکايي استازي د مېز په سر کې ځای پر ځای دي.
دا په تېرو څه باندې نهو میاشتو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د دې ډول خبرو لومړنۍ غونډه ده.
دغه غونډه وروسته له هغې پلان شوې وه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ وویل، د دواړو هېوادونو په څلور نیم کلنه جګړه کې د یوې پراخې سولې هوکړې ته رسېدل شوني دي او دغه هوکړه د اروپا امنیتي مسایل هم رانغاړلی شي.
اوکرایني مذاکرهکوونکو له روسیې سره د خبرو له پیل مخکې د امریکا، اروپا او ناټو له استازو سره لیدنه کړې وه.
تر دې مخکې د کییف لوړپوړي مذاکرهکوونکي رستم عمروف په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي وو:
«لومړۍ غونډه به د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناټو او اروپایي کمېسیون له استازو سره ترسره شي او د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېټکاف او جېرډ کوشنر به هم پکې ګډون ولري.»
هغه زیاته کړې:
«موږ به خپل دریځونه سره همغږي کړو او د خبرو بل پړاو ته له رسېدو مخکې به خپل ګامونه همغږي کړو.»
