د تخار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یې نږدې درې ټنه بېلابېل نشهيي توکي او الکولي مشروبات سوځولي دي.
د یادې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په سوځول شویو توکو کې شاوخوا درې مټریک ټنه تاریاک، ۹۵ کیلوګرامه چرس، ۲۵۰ لیټره الکولي مشروبات او ۱۷۸۲ نشهيي ګولۍ شاملې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه توکي د تخار ولایت له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو څخه نیول شوي وو او نن (سېشنبه) د محکمې د حکم له مخې، د یوه پلاوي په حضور کې له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په زابل ولایت کې هم شاوخوا ۱۴ مټریک ټنه نشهيي توکي سوځول شوي وو.
