ځایي سرچینې وایي، چې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ابراهیم دولتزي په نوم یو افغان ځوان، چې له کلونو مسافرۍ وروسته تېره اوونۍ له لندن څخه هېواد ته راستون شوی و، د کورنۍ شخړې پر مهال وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، دغه پېښه تېره ورځ (سهشنبه، د لېندۍ ۳مه) د چپرهار ولسوالۍ د «دولتزیو» په کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ابراهیم دولتزي خپل د تره زوی (کاکا زوی) ته پیسې پور ورکړې وې. د همدې پور د بېرته ترلاسه کولو پر سر د نوموړي او د تره د کورنۍ د غړو ترمنځ لومړی لفظي شخړه رامنځته شوې، چې وروسته نوموړی په چړو وهل شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې وه چې ابراهیم دولتزي راتلونکې اوونۍ د واده مراسم ترسره کړي؛ خو تر واده مخکې د کورنۍ شخړې قرباني شو.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورنیو ترمنځ ورته پېښې زیاتې شوې دي، چې لاملونه یې شخصي دښمنۍ، کورنی تاوتریخوالی او د ځمکو پر سر اختلافات بلل کېږي.
