د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، یوهان وادفول، ویلي چې هېواد یې له طالبانو سره «واقعي اړیکې» نه لري او دغه ډله د افغانستان د مشروع واکمن ځواک په توګه په رسمیت نه پېژني.
وادفول د سېشنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) د «کوربر» بنسټ له لوري جوړې شوې «د برلین د بهرني سیاست» غونډې د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې له طالبانو سره د جرمني د اړیکو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وویل، جرمني له طالبانو سره یوازې د قونسلي چارو او بشري مرستو په برخو کې اړیکې لري او دا تعامل د هغوی د په رسمیت پېژندلو په معنا نه دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «افغانستان د هغو هېوادونو یوه بېلګه ده چې په اړه یې په رښتینې معنا د بهرنیو اړیکو خبره نه شو کولای.»
هغه وویل: «موږ له طالبانو سره هېڅ ډول واقعي اړیکې نه لرو. موږ هغوی په دغه هېواد کې د مشروع او قانوني سیاسي ځواک په توګه نه پېژنو. د قونسلي چارو په برخه کې له هغوی سره لږ تر لږه تعامل لرو چې د ګاونډیو هېوادونو له لارې ترسره کېږي.»
وادفول همداراز وویل، جرمني خپلې بشري مرستې هم د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته لېږي.
جرمني لومړنی اروپايي هېواد و چې له طالبانو سره یې تعامل پیل کړ. دغه هېواد په لومړي سر کې د طالبانو دوه ډیپلوماتان په برلین کې د افغانستان په سفارت او د بن ښار په قونسلګرۍ کې ومنل. تېره اوونۍ د طالبانو د څلورو نورو ډیپلوماتانو منل کېدل هم د رسنیو د پام وړ موضوع وګرځېدل.
خو جرمني تل له طالبانو سره د خپلو سیاسي اړیکو دغه کچه «تخنیکي تعامل» بللی او دلیل یې دا ښودلی چې له دې لارې غواړي افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر اسانه کړي.
له جرمني وروسته، اتریش، سویس او بلجیم هم د طالبانو د پلاوو کوربهتوب کړی دی. په دې وروستیو کې د فرانسې او بریتانیا حکومتونو هم له دې ډلې سره خبرې اترې پیل کړې دي.
په تېرو درېیو ورځو کې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ، په پاریس او مادرید کې د هغه سیالانو هم ورته څرګندونې کړې او ډاډ یې ورکړی چې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني.
