د خبریالانو نړیوال فدراسیون: طالبانو لغمان کې ښځینه خبریالانې او د یوې راډیو مسوولین نیولي او پوښتنې ترې کړې دي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو په لغمان کې د «کاوون غږ» راډیو پر دفتر برید کړی او څلور ښځینه خبریالانې، د دې راډیو مدیر او د خپرونو مسوول یې په لنډمهالي ډول نیولي او ترې پوښتنې کړې دي.

دغه بنسټ نن (چهارشنبه، د لېندۍ ۴مه) ویلي، چې یاد کسان د روانې میلادي میاشتې په ۱۴مه نیول شوي وو او له دوو ساعتونو پوښتنو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي، چې یاد کسان په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د اقتصادي وضعیت په اړه د یوه پروګرام د ثبت لپاره د تجهیزاتو په چمتو کولو بوخت وو.

د «افغانستان د خپلواکو خبریالانو اتحادیې» په نوم یوې ادارې، چې د خبریالانو له نړیوال فدراسیون سره همکاري کوي، ویلي، طالبانو د رسنیو د دغو کارکوونکو د نیولو د توجیه لپاره هغو مقرراتو ته اشاره کړې، چې له مخې یې ښځینه خبریالانې اړ دي په جلا چاپېریال او د نارینه‌وو له شتون پرته کار وکړي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي، چې «په افغانستان کې د طالبانو له لوري د دغو نیونو او د رسنیو د سخت او پرله‌پسې ځپلو غندنه کوي».

دغه فدراسیون د بیان د ازادۍ د حق د خوندي کولو او د ټولو افغان خبریالانو د امنیت او ازادۍ د تامین غوښتنه کړې ده.

طالبانو د ۱۴۰۳ لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې هم د دې راډیو پر دفتر برید کړی او فعالیتونه یې درولي وو.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. په دغو محدودیتونو کې ښځینه خبریالانې اړې شوې دي، چې د خپرونو د وړاندې کولو پر مهال تور ماسک واغوندي او له نارینه‌وو څخه په جلا چاپېریال کې کار وکړي.

د طالبانو ځواکونو هم څو ځله د رسنیو پر دفترونو بریدونه کړي، د هغوی فعالیتونه یې درولي او خبریالان او کارکوونکي یې نیولي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته