د دې لاريونونو په بلنه کې ويل شوي: «راځئ د هزاره ګانو د نسل وژنې د مخنيوي غږ پورته کړو او د ښځو له غږ سره هم ملتيا وکړو.»
د روان کال د اکټوبر په ۲۴ مه د ډنډینانګ ښاري شورا استازو د رایو په اکثریت سره د «هزاره ګانو نسل وژنې بندولو» طرحه تصویب او تایید کړه.
د کابل یو شمېر اوسیدونکو د هزاره ګانو د وژنو خلاف د نړیوالو احتجاجونو په ملتیا د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ» شعارونه په لاس کې نیولي دي.
ډهلي کې میشت افغان محمد زمان سیرت وایي، چې ټاکل شوې وه دوی نن (پنجشنبه، ۱۴ د تلې) لاریون وکړي؛ خو هندي پولیسو د دې مظاهرې اجازه لیک لغوه کړ او لس تنه مظاهره کوونکي یې نیولي دي.
پر کاج ښوونیز مرکز د برید په سبا لار د کابل لویدیځ کې یو شمیر میرمنو د «شهید مزاري» سړک او علي جناح روغتون مخې ته پر هزاره ګانو د بریدونو د دوام پر ضد لاریون وکړ.
اطلاعات روز: په مزار شريف ښار کې د زرګونو ملکي وګړو په ځانګړې توګه د هزارهوو د عام وژنې د...
يو تن محصل اطلاعات روز ته وويل، چې د دې غونډې ګډونوالو د هزارهګانو «نسل وژنه» وغندله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې د دغه «جنايت مخه ونیسي او په رسمیت یې وپیژني.»
د امریکا، استرالیا، نیوزیلنډ او اندونیزیا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې افغان اتباع سړکونو ته راوتلي دي. دوی شعارونه ورکوي چې د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ.»
د محقق په وينا، طالبانو د خواخوږۍ پيغام نه دى خپور کړى، «شهيدان» یې قربانيان بللي او د شهيدانو کورنۍ يې وهلې ډبولي او وينې ورکولو ته يې نه دي پریښي.
ترکیه کې افغان لاریون کوونکو د هزاره ګانو د «نسل وژنې» رسمیت پیژندلو او ددې جنایت د پای ته رسولو شعارونه په لاس کې درلودل.