اطلاعات روز: د استرالیا د ملبورن ښار د ډنډینانګ ښار شورا د لومړني حکومتي بنسټ په توګه په افغانستان کې د هزاره ګانو «نسل وژنه» په رسمیت پیژندلې ده.
د اسټرالیا اسبياس راپور ورکوي، چې د ښاري شورا د شمیرو له مخې، شاوخوا ۱۲ زره هزاره ګان ډنډینانګ کې ژوند کوي.
د روان کال د اکټوبر په ۲۴ مه د ډنډینانګ ښاري شورا استازو د رایو په اکثریت سره د «هزاره ګانو نسل وژنې بندولو» طرحه تصویب او تایید کړه چې هزاره ګان په افغانستان کې د حکومتي بنسټونو او افراطي ډلو له لوري له «تبعیض او سیستماتیک تاوتریخوالي» سره مخ دي.
په دغه طرحه کې راغلي: «هزاره ګان له اوږدې مودې راهیسې د خپل د قومي او مذهبي هویت له امله د تبعیض، جبري بې ځایه کیدو او نسل وژنې سره مخامخ شوي دي.»
اسبياس لیکلي، چې په ډنډینانګ کې میشت هزاره وګړو د یکشنبې په ورځ (۲۹ د لړم) د کاج د قربانیانو په یاد کې کې یو لړ مراسم ترسره کړل. هغوی د استرالیا له حکومت څخه هم وغوښتل چې د «هزاره ګانو نسل وژنه» په رسمیت وپیژني.
د کاج ښوونیز مرکز یوه میاشت وړاندې د تلې په اتمه نیټه د جمعې په ورځ هغه مهال د یوه ځانمرکي بریدګر موخه وګرځید چې دغلته زده کوونکي د کانکور په ازمایښتي ازموینه بوخت وو. په دغه برید کې نږې ۶۰ زده کوونکي، چې ډېری یې نجونې وې، ووژل شول.
دغه برید په نړیواله کچه د اعتراضونو لامل شو او لاریون کوونکو په افغانستان کې د هزاره ګانو د «نسل وژنې» د پای ته رسولو غوښتنه وکړه او له نړیوالو یې وغوښتل چې د هزاره ګانو وژنه په رسمیت وپیژني.