انځور: ټولنیزې رسنۍ

هندي پولیسو د هزاره ګانو د وژلو په اعتراض کې د افغان لاریون کوونکو مخه نیولې

اطلاعات روز: هندي پولیسو په افغانستان کې د هزاره ګانو د وژلو په اعتراض کې د افغانانو د لاریون مخه نیولې ده.

ډهلي کې میشت افغان محمد زمان سیرت وایي، چې ټاکل شوې وه دوی نن (پنجشنبه، ۱۴ د تلې) لاریون وکړي؛ خو هندي پولیسو د دې مظاهرې اجازه لیک لغوه او لس تنه مظاهره کوونکي یې نیولي دي.

نوموړي پر خواله رسنیو د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې هندي پوليسو د افغان اتباعو راټولیدنه تیت و پرک کړه.

د تېرې جمعې په ورځ پر کاج ښوونیز مرکز برید په پراخ کچه غندل شوی او د هیواد دننه او بهر یې په غبرګون کې لاریونونه ترسره شول، چې دننه په هیواد کې د یو شمیر نجونو مظاهرې د طالبانو لخوا وځپل شوې.

هزاره ګانو نړیوالې شورا د نړۍ په هیوادونو کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده. په پام کې ده چې دغه لاريون د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په اتمه نېټه په نړيواله کچه ترسره شي.

په ټویټر ټولنیزه شبکه کې، کاروونکو د هزاره ګانو په وړاندې د بریدونو د مخنیوي لپاره د #StopHazaraGenocide هشټګ سره کمپاین پیل کړی. دا هشټګ تر دې دمه له درې ملیونه ځله څخه ډیر ټویټ شوی.

د فعالانو په وینا، د کاج پر ښوونځي برید چې ۵۶ زده کوونکي پکې ووژل شول، د هزاره ګانو پر وړاندې د هدفي بریدونو دوام دی، چې د دغې توکمیزې قبیلې د نسل وژنې یوه ښکاره بیلګه په ګوته کوي.