«د مزار شريف عام وژنه»؛ تر ۲۵ کلونو وروسته هم د قربانيانو ياد ژوندی دی

اطلاعات روز: په مزار شريف ښار کې د زرګونو ملکي وګړو په ځانګړې توګه د هزاره‌وو د عام وژنې د پنځه ويشتمې کليزې په را رسېدو، هيوادوال د قربانيانو د ياد درناوی کوي.

طالبانو د ۱۳۷۷ لمريز کال پر مهال د زمري د مياشتې پر ۱۷ نېټه د هيواد په شمال کې پر مزار شريف ښار تر واکمنېدو وروسته، په دې ښار کې د هزاره‌وو پر خلاف د هغوی د قومي او مذهبي هويت له مخې پراخ بريدونه وکړل.

د دې عام وژنې د قربانيانو دقيق شمېر معلوم نه دی، خو د بشر حقونو څار چې د ۱۹۹۸ پر مهال په دې اړه کوم راپور خپور کړی دی، پکې راغلي دي چې طالبانو په دې ښار کې دوه زره ملکي هزاره، تاجيک، اوزبک او ترکمن وژلي دي. دې بنسټ ويلي دي چې اکثريت قربانيان هزاره و.

اسوشيټيډ پريس چې په دې اړه کوم راپور تيار کړی دی، د ځايي سرچينو په وينا يې ويلي دي چې طالبانو پر مزار شريف د خپلې واکمنۍ په لومړيو پنځو مياشتو کې تر ۱۵ زره زيات هزاره ګان وژلي دي.

د بشر حقونو څار په خپل راپور کې ويلي دي چې په بلخ کې د طالبانو والي ملا عبدالمنان نيازي پر دې ښار د طالبانو د واکمنېدو په دويمه ورځ، په مسجدونو کې د وينا پر مهال هزاره ګان په «تاوتريخوالي» او «غچ اخيستنې» ګواښل.

مولوي عبدالمنان نيازی د طالبانو يو لوړپوړی قومندان و چې د خپل عمر په وروستيو کې له دې ډلې جلا او د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو له بېلې شوې ډلې سره يو ځای شو. دی د ۱۴۰۰ کال په پسرلي کې د هرات ولايت په ګذره او ادرسکن ولسواليو کې د وسلوالو کسانو په کمين کې پر سر ژوبل شو او کابل ته د درملنې لپاره ولېږدول شو خو د کابل په روغتون کې يې د ټپونو له امله ساه ورکړه. په هغه وخت کې داسي راپورونه خپاره شول چې د افغانستان د ملي امنيت له لوري يې ملاتړ کېده.

د بشر حقونو د څار په راپور کې راغلي دي چې ملا نيازي په خپلو خبرو کې ويلي و چې «هزاره‌ګان مسلمانان نه دي، شيعه دي. دوی کافر دي».

د بشر حقونو څار زياته کړې ده چې نيازي په خپلو نورو څرګندونو کې هزاره‌ګانو ته ګواښ کړی و چې «که خپله وفاداري ونه ښيي، نو کورونه مو سوځوو او تاسو وژنو. يا مسلمان شئ او يا هم هيواد پرېږدئ».

د بشر حقونو څار ويلي دي چې د طالبانو ځواکونو د دې بريدونو پر مهال پر زياتو نجونو او ښځو تېری کړی دی.

«د تاريخ يو تر ټولو تور څپرکی»

د افغانستان وګړو نن پر ټولنيزو رسنيو په پراخه توګه د مزار شريف د عام وژنې پنځمه ويشتمه کليزه ياده کړې او د قربانيانو د ياد درناوی يې کړی دی.

د هزاره‌وو نړيوالې شورا په يوه ټويټ کې ليکلي دي: «د ۱۹۹۸ په اګست مياشت کې د طالبانو له لوري د هزاره‌وو نسل وژنې د ۱۵ زره تنو ژوند واخيست چې د افغانستان په تاريخ کې يو تر ټولو تور څپرکی دی.»

د افغانستان يو وګړي حميرا رضايي په دې مناسبت ليکلي دي چې طالبانو هغه مهال هزاره‌وو ته دوه انتخابه ورکړل: «يا سني اسلام ته راشئ، يا ومرئ.»

دې ويلي دي چې په دې پېښه کې «په زرګونو هزاره» د طالبانو له لوري په «وحشيانه توګه» ووژل شول. زياته کړې يې ده چې «نن هم هزاره‌ګان له ورته برخليک سره مخ دي».

سياسي فعال داوود ناجي پر ټويټر ليکلي دي چې «طالبانو د ۱۹۹۸ پر مهال په مزار شريف کې د اتو زرو او لسو زرو تر منځ ملکي وګړي وژلي دي».

ده زياته کړې ده: «موږ د دې غميزې د قربانيانو د ياد درناوی کوو او عدالت غوښتنې ته دوام ورکوو.»

د هيواد وګړو په همدې مناسبت يو ځل بيا «د هزاره‌وو د نسل وژنې د ختمېدو غوښتنه» کړې ده او د مزار شريف د عام وژنې د قربانيانو په حق کې يې د عدالت د تأمينېدو پر اړتيا ټينګار کړی دی.

د هزاره فعالانو او قربانيانو د کورنيو له مکررو غوښتنو سره-سره تر اوسه د مزار شريف د عام وژنې په اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو له لوري خپلواکې څېړنې نه دي شوې.

پر افغانستان د طالبانو په بيا ځلې واکمنېدو سره هيوادوال د ورته پېښو د تکرار خبرداری ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه