په همدې حال کې پاکستان ته د درملنې په موخه تلوونکي ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له دواړو خواوو غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
د جمعیت علمای پاکستان غړي مولانا یوسفزي شاه ویلي، چې دوی خبرې پېل کړي او هېله مند دي، چې د سراج الدین حقاني په شنه څراغ او د کندهاري طالبانو په ملاتړ به مثبتې پایلې ترلاسه کړي.
سوداګر محمد اشرف د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان له حکومت غوښتنه کوي، چې په خپلو ژمنو دې عمل وکړي او سوداګرو ته دې د ستونزو رامنځته کیدو پر ځای پر اسانتیاوو کار وکړي.
د یادې ادارې لپاره د طالبانو امر ډاکټر اول ګل خادم وایي، چې یاد درمل یې تیره ورځ ناوخته (یکشنبه، ١٥ د سلواغې) په تورخم ګمرک کې نیولي او بیرته یې پاکستان ته ورګرځولي دي.
له پاکستانه څخه راستانه شوي کډوال زده کوونکي نه یوازې دوی ته د زده کړو د زمینې برابریدو غوښتنه کوي، بلکې په هیواد کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې د بندیزونو د ختمیدو غوښتوونکي هم دي.
د پاکستان استازي ټينګار وکړ چې له طالبانو سره د تعامل لپاره په هره راتلونکې جوړېدونکې تګلاره کې بايد له تروريزم سره مبارزه تر ټولو لومړی لومړيتوب وي.
دويمه چاودنه په قلعه سيف الله کې د مولانا فضل الرحمان د ګوند جمعيت علماء اسلام له ټاکنيز دفتر څخه دباندې شوې ده.
رويټرز په دارابان کې د پوليسو د څارنې د مرستيال ملک عنيس الحسن په وينا ليکلي: «ترهګرو د پوليسو حوزې ته تر ننوتلو وروسته له لاسي بمونو استفاده وکړه چې پوليسو ته يې نور تلفات هم واړول.»
منير زياته کړې، چې پاکستان له ۵۰ کلونو راهيسې د پنځو ميليونه افغان وګړو غذا تأمين کړې، خو «کله چې خبره زموږ اولادونو ته راځي، نو موږ به هغه کسان تعقيب کړو چې پر دوی بريد کوي».
پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی، چې تر هغې د پاکستان له لوري د ویزې اسانتیا برابریږي د تورخم دروازه به د مارچ تر وروستۍ نیټې پورې خلاصه وي.