د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ۱۵ غړي له افغانستان څخه پاکستان ته د ننوتلو پر مهال وژل شوي دي.
د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو د عامه اړیکو ادارې نن (پنجشنبه، د وږي ۱۲مه) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دغو کسانو د سهشنبې په سهار (د وږي ۱۰مه) هڅه کوله چې شمالي وزیرستان ته داخل شي.
په اعلامیه کې راغلي چې د نښتې په پایله کې د ټيټيپي د دغه ۱۵ کسیز ډلې ټول غړي د پاکستان په خاوره کې وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو د دوو نورو امنیتي پېښو خبر هم ورکړی او ویلي یې دي چې په دغو پېښو کې افغان وګړي یا له افغانستان څخه ستانه شوي کسان ښکېل وو.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې تېره شپه په پېښور کې د عملیاتو په ترڅ کې د «فتنة الخوارج» څلور وسلهوال، چې په کې یو قوماندان او یو افغان وګړی هم شامل وو، وژل شوي دي.
دغې ادارې ویلي چې د امانخان په نوم یوه پېژندپاڼه د دغو څلورو کسانو له ډلې د یوه کس له جېبه ترلاسه شوې ده. د ادارې په وینا، په پېژندپاڼه کې عکس د وژل شوي کس له څېرې سره سمون لري.
همداراز، د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې په یوه جلا اعلامیه کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) دوه غړي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د «ترهګریزو عملیاتو» د ترسره کولو لپاره داخل شوي وو، په کراچۍ کې نیول شوي دي.
دغې ادارې د نیول شویو کسانو نومونه عمر فاروق او عبدالله ښودلي او ویلي یې دي چې دوی د پولیسو او امنیتي ادارو افسران، په ځانګړي ډول د «سند رېنجرز» پوځي قرارګاه، چې څه موده مخکې پرې برید شوی و، تر څارنې لاندې نیولي وو او د دغو ځایونو معلومات یې خپلو قوماندانانو ته لېږلي وو.
طالبان تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ته د «فتنة الخوارج» نوم کاروي او ادعا کوي چې دغه ډله د هند په لارښوونه او د افغان طالبانو په همکارۍ هڅه کوي چې پاکستان ناامنه کړي.
خو هند تل په ټيټيپي کې د حکومت ضد پوځي عملیاتو په ترسره کولو کې لاس لرل رد کړي، او افغان طالبانو هم تل دا رد کړې چې د دغې ډلې غړو ته پناه ورکوي.
