د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، ویلي چې له طالبانو سره هر ډول دوهاړخیز میکانیزم به د دې ډلې پر «عملي اقداماتو، نه یوازې پر ډاډ ورکولو» پورې تړلی وي.
د اکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، اندرابي دا څرګندونې نن (پنجشنبه، د وږي ۵مه) په یوه خبري غونډه کې د طالبانو د هغې وړاندیز په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره یې د یوه ځانګړي دوهاړخیز میکانیزم د جوړولو وړاندیز کړی دی.
هغه ویلي: «د هر ډول خبرو اترو لپاره، د افغانستان طالبان باید ډاډ ورکړي چې د دې هېواد له خاورې به د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره استفاده نه کېږي.»
هغه زیاته کړې چې طالبان باید خپلو نړیوالو ژمنو، په ځانګړي ډول د دوحې تړون په چوکاټ کې خپلو ژمنو ته، درناوی وکړي او پرېنږدي چې د پاکستان پر ضد مخالفې نیابتي ډلې، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د افغانستان له خاورې استفاده وکړي.
اندرابي ویلي: «موږ د ادارو ترمنځ د همغږۍ لپاره چمتو یو، په دې شرط چې دا همغږي د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د سرحدونو د اغېزمن مدیریت په برخه کې د عملي او د تایید وړ اقداماتو لامل شي.»
پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني وسلهوالو ډلو، په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (TTP)، غړي په افغانستان کې مېشت دي او د دې هېواد له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي. خو طالبان په افغانستان کې د دغو ډلو شتون ردوي.
په افغانستان کې د پاکستاني ترهګرو ډلو شتون د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل شوی او دغه ترینګلتیا تېر کال د دواړو لورو ترمنځ د نښتو سبب هم شوه.
اوس مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ تړلې دي.
