په اسلاماباد کې د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (PIMS) اړوند د «مور او ماشوم» روغتون د ماشومانو په څانګه کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.
د اکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، اور نن سهار (چهارشنبه، د وږي ۴مه) د روغتون په درېیم پوړ کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د ساتنې په څانګه کې لګېدلی دی.
د پلازمېنې د بېړنیو خدمتونو ادارې او د اسلاماباد د پراختیا ادارې د اور وژنې څانګې ویلي، چې اور وژونکو اور مهار کړی دی.
د اسلاماباد د پراختیا ادارې په وینا، د اورلګېدنې راپور د سهار شاوخوا ۶:۴۵ بجې ترلاسه شو او د اور وژنې او ژغورنې ډلې په اوو دقیقو کې د پېښې ځای ته ورسېدې.
د اسلاماباد سیمهییزې ادارې ویلي، په دې پېښه کې ۱۴ ماشومان سخت سوځېدلي او وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د روغتیا وزیر، مصطفی کمال، ویلي چې اور د ماشومانو د جدي پاملرنې په څانګه کې د یوه هواخور (ایرکنډیشن) د چاودنې له امله پیل شوی دی. د هغه په وینا، په دې څانګه کې د اکسیجن موجودیت د اور شدت زیات کړی دی.
هغه وویل: «د دې پېښې په پایله کې ۱۴ بېګناه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
د پاکستان د روغتیا وزیر زیاته کړه، چې د پېښې د علت معلومولو او د نورو جزیاتو د روښانه کولو لپاره مسؤلې ادارې د پېښې ځای ته استول شوې دي.
په همدې حال کې، د اسلاماباد سیمهییزې ادارې د حقیقت موندنې یوه کمېټه جوړه کړې، څو د اورلګېدنې کره علت او هغه عوامل وڅېړي چې د اور په پراخېدو کې یې رول درلود.
دغه کمېټه دنده لري چې د اور وژنې پر وړاندې د خوندیتوب تدابیر، د ژغورنې ځواکونو د غبرګون وخت او د ژغورنې او اور وژنې د عملیاتو اغېزمنتیا هم وارزوي او خپل راپور په ۲۴ ساعتونو کې وړاندې کړي.
د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، هم د دې پېښې په اړه د سمدستي تحقیقاتو امر کړی دی.
شهباز شریف ویلي: «داسې پېښه چې ماشومان یې قرباني شوي وي، نه جبرانېدونکې ده. باید د دې پېښې ټول شرایط او اړوند عوامل په بشپړه توګه وڅېړل شي، مسؤل کسان وپېژندل شي او پر هغوی تر ټولو سخت ممکن اقدام ترسره شي.»
شهباز شریف د مړو شویو نویو زېږېدلو ماشومانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او تسلیت هم څرګند کړی دی.
