یوې سرچینې وویل، چې یاد ځوان محمد داوود نومیده او تېره شپه (جمعه، ۱۸ د کب) ۱۰:۰۰ بجې یې د پرچمن ولسوالۍ اړوند «تخت پرچمن» سیمه کې ځان ځړولی دی.
فراه کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد نسیم بدري وایي، چې د پاسپورټ دغه کارکونکی نن غرمه ۱۲:۰۰ بجې د فراه ښار څلورمې حوزې اړوند باغ نو سیمه کې وژل شوی دی.
د فراه امنیې قومندانۍ کې د طالبانو د امنیت امر له سیمه ییزو خبریالانو سره په خبرو کې د نصرالله وژل کېدل تایید کړي دي. تر اوسه د یاد کس د وژنې اصلي علت نه دی څرګند شوی.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر د بخش اباد بند د تونلونو د جوړولو د پېل په مراسمو کې وويل چې دا بند د فراه ولايت لپاره يوه مهمه پروژه ده.
مجاهد زیاته کړې، د دغه کس د قصاص حکم د طالبانو په درېيو محکمو کې تاييد شوی او د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته هم وړاندې شوی و.
په فراه کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند د دغه ولایت اوسیدونکو ته خبر ورکړی چې د ماینونو او یا نامعلومو شیانو د لیدلو په صورت کې امنیتي ادارو ته خبر ورکړي.