پر ښځو د محدودیتونه زیاتوالی؛ طالبان په فراه کې د ښځو لپاره د بشري مرستو او پروژو مخنیوی کوي

فراه کې د کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو مسوولین شکایت کوي، چې دغلته ځایي طالبان د دوی د پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه پریږدي چې اړمنو ښځو ته پر وخت مرستې ورسوي. دوی زیاتوي، چې د طالبانو له لورې د سختو پلټنو او څیړنو وروسته ورته په موقتي توګه د فعالیت اجازه ورکول کېږي او کارونه یې څارل کېږي، چې دې حالت د پروژو په تطبیق کې د ستونزو سره مخ کړي دي.

فراه ولایت کې د یوې غیر دولتي موسېسې مسوول امان الله وایي، چې د پروژې د تطبیق په برخه کې د دوی ښځينه کارمندانې اړې دي ترڅو په کلیو او ښارونو کې د اړمنو ښځو سروې ترسره کړي، خو په وینا یې چې طالبان دې کار ته اجازه نه ورکوي او د بېلابېلو پلمو په لټولو سره د دوی د کار مخه نیسي او نه غواړي چې د ښځو اړوند پروژې تطبیق شي.

نوموړي وویل: «طالبان موږ ته اجازه نه راکوي چې د ښځو لپاره د مرستو پروژې په ازاد ډول پلي کړو، زموږ هره پروژه او هر فعالیت یې محدود کړی، چې له کبله یې اړمنو ښځو ته مرستې نه رسیږي، کله یوه بهانه وي او کله بیا بله بهانه وي چې زموږ کارونه یې ځنډولي، د پروژې په سروې کې ښځينه کارمندانو ته اړتیا لرو، خو اجازه نه راکوي، زموږ پروژه همداسې ناتطبیقه پاتې ده.»

د امان الله په خبره، طالبان ښځينه مرستندویه موسېساتو ته د شک په سترګه ګوري او ویره لري چې دغه موسېسات به فراه کې د ښځو غږ پورته کړي.

هغه زیاتوي: «طالبان دغلته زموږ فعالیتونه څاري که څه هم زموږ کار بشري مرستې دي چې وخت پر وخت یې موږ لېرې پرتو کلیو او ولسوالیو ته تر اړمنو ښځو رسوو، خو طالبان دا فکر کوي چې موږ د دوۍ خلاف ښځې راپورته کوو نو په همدې خاطر زموږ فعالیتونه تر ډیر تعقیب لاندې دي او وایي چې دغه مرستي د ښځو پر ځای نارینه وو ته توضیح شي.»

فراه کې د یوې بلې موسېسې یو تن مسوول میرویس هم له ورته ستونزې سرټکوي او وایي، چې د دې ولایت په لېرې پرتو ولسوالیو کې د ښځو د روغتیا، تعلیم او اقتصادي ملاتړ په برخه کې پروژې پلي کوي، خو په وینا یې چې طالبان د ښځينه کارمندانو د استخدام او د اړمنو ښځو د راغونډولو او مرستې د وېش له لړۍ سره ستونزه لري او د دوی د فعالیت مخالفت یې کړی چې له کبله یې د پروژې چارې نیمګړې پاتې شوي دي.

نوموړي وویل: «موږ د ښځو د روغتیا، تعلیم، او اقتصادي ملاتړ په برخو کې فعالیت کوو، خو طالبانو زمونږ لپاره مشخص شرایط ایښي دي چې ښځينه کارمندانې به نه وي او د مرستو د توضیح لپاره به د ښځينه وو پرځای د هغوی نارینه را غواړئ چې دغه زموږ د پروژو د پلي کولو پر وړاندې لوی خنډونه دي او موږ نشو کولای د اړمنو ښځو مرستې نارینه وو ته ورکړو.»

د ده په خبره، چې د میندو د صحت په برخه کې یې یوه پروژه درلوده چې په دې کې د ښځينه کارمندانو شتون اړین وو، ترڅو په کورونو کې ښځو ته د صحت اړوند لارښوونې وکړي، خو په وینا یې طالبانو ورسره مخالفت کړی او د پروژې چارې په ټپه دریدلي دي.

فراه کې طالب مسوولینو مرستندویه بنسټونو ته ویلي، چې د ښځو لپاره مرستې دې د هغوی پر نارینه وو وویشي، خو بې سرپرسته ښځې بیا وایي، چې د مرستو ترلاسه کولو په کور کې کوم نارینه نه لري. انځور: خواله رسنۍ

فراه کې یو شمیر نور بنسټونه هم د طالبانو د محدودیتونو له کبله له ستونزو سره مخ دي او وایي، چې دغې ډلې په ډیرو نومونو د دوی فعالیتونه محدود کړي او نه غواړي چې اړمنې ښځې د کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسېساتو مرستې ترلاسه کړي.

په فراه کې د ښځو اړوند یو موسېسې چې له څو کلونو راهیسې یې دغلته د اړمنو ښځو لپاره د لاسي صنایعو، خیاطۍ او نورو مسلکي برخو کې د کار د زمینه برابره کړې، اوس یې کارونه محدود شوي دي.

د دغه موسېسې یوه کارکوونکې مریم وایي، چې د طالبانو امربالمعروف ادارې د دوی کارونه تر سخت تعقیب لاندې نیولي او زیاتو فعالیتونو ته یې اجازه نه ورکوي.

نوموړې په خپلو خبرو کې داسې وویل: «موږ په مرکز کابل، فراه او هرات ولایتونو کې فعالیت لرو، د ښځو د خودکفایي لپاره مختلف ورکشافونه جوړوو او کوښښ کوو چې په مختلفو حرفوي برخو کي ښځو ته د کار زمینه برابره کړو، خو اوس د طالبانو د مخالفت له وجې کار نشو کولای، ځکه هغوی شک لري چې موږ له بهر څخه پیسې اخلو او دغلته ښځې فحشا ته هڅوو او یا یې د دوی خلاف راغونډوو خو حال دا چې موږ هڅه کوو چې اړمنو ښځو ته مرستې راغونډې کړو او هغوی ته په حرفوي برخه کې زده کړې ورکړو.»

په دې ولایت کې د یو بل ښځینه بنسټ مشره رویا امیري هم له ورته ستونزې سره مخ ده او په دې اړه یې وویل: «موږ د دې خیاطۍ کورس په پېلولو سره هیله درلوده چې ښځې وکولای شي خپل مهارتونه پیاوړي کړي او خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړي، زموږ پروګرام د ښځو لپاره یو لوی فرصت و، خو طالبانو په دې برخه کې زموږ پر فعالیتونو محدودیتونه وضع کړل، دوی موږ ته په پرله‌پسې ډول د اسنادو او د فعالیت د دلایلو غوښتنه کوي، چې له امله یې زموږ پروګرام له خنډونو سره مخ شوی دی.»

همدارنګه د دې کورس یوه برخه اخیستونکې نادیه چې د دې پروګرام له لارې د خیاطۍ مهارت زده کوي، وایي د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته یې خیاطۍ ته مخه کړې، خو په وینا یې چې دا هیله یې هم نیمګړې پاتې شوه.

نوموړې وویل: «زما څخه مکتب پر ۹ صنف پاتې شو، چې تر هغه وروسته مې دغلته د خیاطۍ وړیا کورس شروع کړ چې دا کورس زموږ د ژوند لپاره یوه نوې هیله وه، موږ کولای شول چې په خپل کار سره د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ وکړو، خو د طالبانو د بندیزونو له امله زموږ دغه هیله مړه شوه.»

د دغه بنسټ مشره له نړیوالو بشري سازمانونو غواړي چې پر طالبانو فشار زیات کړي، ترڅو د ښځو لپاره د مرستو پروګرامونه په ازاد ډول پلي شي.

دغه راز فراه کې یو شمیر اړمنې ښځې هم وایي، چې د طالبانو د بندیزونو له امله ډېری ښځې د اساسي مرستو څخه بې برخې او اوس له ستونزو سره مخ دي.

د فراه ښار د درېیمي ناحیې اوسیدونکې فریحه چې د شپږو اولادونو مور ده، وایي چې د طالبانو د بندیزونو له کبله ورته مرستې نه رسیږي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې او نه شي کولای خپل اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړي.

فریحې وویل: «شپږ اولادونه لرم، خاوند مې په ملي اردو کې ۵ کاله مخکې شهید شوی دی، کونډه یم، کله کله به دغلته یو شمیر موسېساتو زموږ سره مرستې کولې چې زموږ یو چاره پرې کېدله، خو اوس اکثره موسېسې چې زموږ سره یې مرستې کولې طالبانو بندې کړي او موږ ته هم اجازه نه راکوي چې بهر ووځو او کار وکړو.»

تر دې وړاندې په فراه کې (IRC)، (Jack) او یو شمیر نورو موسېساتو د ښځو د زده کړو او روغتیا په برخه کې کار کاوه، خو په ښځینه کارمندانو د طالبانو د بندیز له کبله یې خپلې پروژې درولي دي.

بلخو بیا د ملګرو ملتونو یو راپور چې په بشري اقداماتو کې د جنسیت کاري ډلې (GiHA) او بشري مرستو ته د لاسرسي کاري ډلې (HAWG) خپور کړی، پکې ویل شوي چې د طالبانو د امربالمعروف قانون د نړیوالو مرستندویه ادارو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي او د اړوندو موسېساتو مرستې تر اړمنو ښځو نه رسیږي.

فراه کې د مرستندویه بنسټونو مسوولین او اړمنې کورنۍ وایي، چې د ښځو لپاره دغه مرستې اړینې دي، او دوی هیله لري چې نړیواله ټولنه او د بشري حقونو سازمانونه به په دې اړه غبرګون وښيي او د دوی پر فعالیتونو به د طالبانو لګېدلي محدودیتونه کم کړي.

یادونه: په دې راپور کې یاد شوي نومونه مستعار او د امنیتي ستونزو له کبله د یو شمیر موسېسانو نومونه نه دي لیکل شوي.