اطلاعات روز: فراه کې ځايي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې یو سپین ږیري سړی ځان په یوې رسۍ زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پیښه تېره ورځ (یکشنبه، ۷ د غويي) د خاک سفید ولسوالۍ اړوند «ديجو» کلي کې رامنځته شوې.
سرچینه زیاتوي، چې یاد سپین ږیري خپل ځان د یوې رسۍ په وسیله راځړولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.
د سرچینې په وینا، چې د دغه سړي د ځان وژنې د لامل، هویت، د اوسېدو کره ځای او د خپلوانو په اړه تر اوسه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
فراه کې د طالبانو ځایي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي، چې عمده لاملونه یې اقتصادي ستونزې، بېکاري، له راتلونکي ناهیلي او رواني ناروغۍ بلل کېږي.