په دې وروستیو کې د فراه ولایت یوشمېر ځوانان د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې خپلو کورنیو ته د ډوډۍ پيداکولو په موخه په قاچاقي لارو ایران ته سفر وکړي. دغه سفر چې د مرګ په بیه تمامیږي، خو بیا هم افغان ځوانان د دې هرڅه سره سره ځان د ایران تر ښارونو رسوي.
فراهي ځوانان وایي، که څه هم په مرګونو لارو ایران ته سفر کول خطرناک دي، خو په خبره یې چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ورځ تر بلې د بېکارۍ کچه زیاتیږي او دوی هم بله چاره نه لري او اړ دي چې په سختو لارو ځان تر ایران ورسوي.
د فراه اوسیدونکی محمد یاسین چې په تېر حکومت کې یې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده، وایي د طالبانو په راتګ سره له دندې شړل شوی او اوس هیواد کې د کار نشتون له امله اړ دی ایران ته په قاچاقي لارو سفر وکړي.
نوموړي وویل: «زه او زما دوه ورونه چې مخکني حکومت کي مو په پولیسو کي دنده لرله، اوس دلته فراه کې د دندې پیدا کول راته ستونزمن شوي، زه شخصا د کار پیدا کولو لپاره ډیر وګرځېدم، خو چا کومه دنده رانکړه اوس زه مجبور شوی یم چې ایران ته لاړ شم، ځکه په فراه کې کار نشته، مجبور یم د خپل اولاد لپاره د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره ایران کې مزدوري وکړم.»
دغه راز یو شیمر لوستي ځوانان چې دا مهال ایران کې ورځنۍ مزدوري کوي، کورنۍ یې وایي چې اولادونو یې په تېر حکومت کې ملکي دندې درلودې، خو د طالبان راتګ سره له دندو ګوښه او د نور کار نشتون له امله اړ شول چې ایران ته کار پسې ولاړ شي. دوی زیاتوي، اولادونه یې هلته په ډیر سخت حالت کې ژوند کوي او د ډیر کار په بدل کې ورته کمه مزدوري ورکول کېږي.
د فراه اوسیدونکی ۵۴ کلن علي رضا د خپل زوی د برخلیلک په اړه وویل: «زوی مې هرات کې فارسي ادبیات لوستي و، درې کاله یې په مکتب کې معلمي وکړه، د کمپیوټر او انګلیسي سره هم ښه بلد دی، خو چې کله طالبان راغلل زما زوی ورسره بېکاره شو، دوه کاله یې هڅې وکړې چې یو ځای ځانته دنده پیدا کړي، خو ونشوله، بلاخره مجبور شو چې ایران ته ولاړ شي او هلته کار وکړي ترڅو موږ ته د خوراک او څښاک پیسې راولیږي.»
د فراه د ګلستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي محمد بیا زیاته کړه: «زوی مې له څه باندې یو کال راهیسې ایران ته تللی دی، هلته یې په ډېر بد حالت کې شپې او ورځې تېريږي، کار یې ډېر سخت دی، خو هغه پیسې چې ورکول کېږي، دومره نه دي چې له کورنۍ سره مرسته وکړي.»
له دې سربیره ایران کې د افغان کډوالو لپاره شرایط سخت او هغه ځوانان چې دغه هیواد ته په قاچاقي لارو داخلیږي ډیری کله د ایراني پولیسو له لوري نیول کېږي او تر وهلو ټکولو وروسته بیرته افغانستان ته راشړل کېږي.
د فراه ښار د شپږمې ناحیې اوسیدونکی عبدالرحمن، چې زوی یې څو میاشتې وړاندې ایران ته کار پسې تلل و له سختو شکنجو تیر شوی او بیرته هیواد ته راشړل شوی دی.
نوموړي د خپل زوی په اړه وویل: «زوی مې واسع نومیږي، ایران ته پر مرز ایراني پولیسو نیولی و، درې میاشتې په زندان کې ورباندي تیرې کړې، سخت یې وهلی و، بیرته یې افغانستان ته را انتقال کړ، هم مو پیسې ولاړې هم مې زوی ته مزدوري پیدا نشوه.»
د فراه په ګډون د افغانستان له ګڼو ولایتونو څخه ایران ته د ځوانانو ورتګ زیات شوی چې پر قاچاقي لارو ځوانان د لوږې، تندې، او د ایراني سرحدي ځواکونو له مرګوني بریدونو سره مخ کېږي، چې یو شمېر ځوانان د دې سفر پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو هغه کسان چې موخې ته رسېږي، په سختو کارونو بوختېږي.
یو شمیر ځوانانو چې دا لارې یې څو ځله ازمایلي، وایي هیواد کې بېکارۍ او د ژوند سختو شرایطو اړ ایستلي چې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هر ډول خطر پرځان ومني.
یو له دغو کسانو څخه ۲۸ کلن ندا محمد دی چې د درېیم ځل لپاره ایران ته ځي، هغه وایي: «موږ چې په قاچاقي توګه ایران ته ځو لومړی د اسلام کلا بازار ته ځو او وروسته له قاچاقبرانو سره د اسلام کلا کمانه او ګرګ اباد سیمو کې پولې ته ځان رسوو، لاره ډیره سخته ده، څو ځله زموږ سره ډیر کسان په لارو کي ایراني پولیسو ویشتلي، زخميان شوي او حتا ځینې یې وژل شوي هم دي.»
قاچاقي لارې له سختو خطرونو ډکې وي؛ ډېری افغانان پر دې لارو خپل ژوند له لاسه ورکوي، ځینې له لوږې او تندې مړه کېږي او ځینې د ایراني پوله ساتونکو له لوري په ډزو کې وژل کېږي.
که څه هم د طالبانو حکومت د هیواد ابادي او اقتصادي پیاوړتیا خپل لومړیتوبونه بولي، خو د درې کلونو په تیریدو سره لاهم هیواد کې فقر او بېوزلي پرځای ده او دغه ډله تاییدوي چې ګڼ شمیر ځوانان د فقر او بېکارۍ له امله هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ګاونډیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ مهم لاملونه بېوزلي او بېکاري بولي او زیاتوي، چې د دوی د بیا ځلي واکمنۍ له پېل راهیسې نږدې ۵۰۰ زره تنه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.