محمد يعقوب مجاهد ادعا کړې ده چې پر افغانستان د طالبانو په بيا واکمنېدو سره په دې هيواد کې جګړه په بشپړه توګه ختمه شوې او سراسري امنيت ټينګ شوی دی.
مکنزي ويلي چې که متحده ايالاتو او متحدينو يې يو شمېر ځواکونه په افغانستان کې ساتلای او هلته يې خپله نظامي جګړه اوږده کړې وای، «هر څه به متفاوت و ... زه فکر کوم چې د اوس په پرتله به خوندي وای».
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار پر ایکس په خپله پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې داعش په دې برید سره وښودله چې د استخباراتي سازمانونو په لاس کې یوه ډله ده او موخه یې د «اسلام بدنامول» او د ټولې سیمې ګواښل دي.
د ايران د پارلمان رییس له خپل تاجکستاني سيال سره په ليدنه کې د تروريزم پر وړاندې په مقابله کې پر همکارۍ ټينګار کړی دی.
اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې داعش ډلې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې له یو کس...
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې د يوه هزاره مشر له خولې ويل شوي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د ارزګان په يوه کلي کې لږ تر لږه ۱۳ تنه هزاره اوسېدونکي په دې موخه وژل شوي چې هغوی له خپلو ځمکو او کورونو څخه وشړل شي.
د جګړې د مطالعاتو انسټيټيوټ ويلي چې د طالبانو له لوري د يوې اغېزناکې ستراتېژۍ نشتون د دې لامل شوی دی چې په افغانستان کې سلفي – جهادي ډلې غښتلې شي.
یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې داعش ډلې دغه کسان څو ورځې وړاندې نیولي وو او تېره ورځ یې ترې د څوکۍ ولسوالۍ په «دېوه ګل» دره کې سرونه پرې کړي دي.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې داعش وسله والو تیره شپه د دره نور ولسوالۍ اړوند «وایګل» سیمه کې د کمردین په نامه د یو طالب سرتیری پر کور برید کړی چې پر مهال یې یاد طالب وژل شوی.
سرچینې وویل: «اسعد آباد او ولسوالیو کې طالبانو د شیطان لښکر په نوم کتاب تقسیم کړی، شاګردانو ته یې ویلي، چې دا کتاب په دوو هفتو کې ولولئ، بیا به امتحان اخېستل کېږي او بیا به ممتازو شاګردانو ته ډالۍ ورکول کېږي.»