د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ترهګرۍ په اړه غونډه کې د امریکا د استازي مرستیالې، ټامي بروس، وویل چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې ګواښ لا هم دوام لري او دغه ډله له بېثباتۍ څخه ناوړه ګټه اخلي.
د امریکا استازې وویل چې د داعش، القاعدې او د هغوی د اړوندو څانګو پر ضد مبارزه لا هم د امریکا د متحده ایالاتو له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.
هغې زیاته کړه: «دا ډلې لا هم له بېثباتۍ څخه ګټه اخلي. د بېلګې په توګه، د ساحل په سیمه کې د القاعدې د نفوذ پراختیا، په افریقا کې د داعش مخ پر زیاتېدونکی تمرکز، او په افغانستان کې د داعش خراسان د ګواښ دوام، دا حقیقت څرګندوي.»
دې امریکایي ډیپلوماتې خبرداری ورکړ چې د ترهګرو ډلو له خوا د سپوږمکۍ مخابراتو، مصنوعي ځیرکتیا، بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) او ډیجیټلي اسعارو مخ پر زیاتېدونکې کارونه د امنیتي ګواښونو بڼه لا پېچلې کړې او دا حالت د غړو هېوادونو او خصوصي سکټور له لوري لا ډېرې هوښیارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري.
هغې له ټولو غړو هېوادونو او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد مبارزې پر اساسي او عملي لومړیتوبونو تمرکز وکړي او عملي او محسوسې پایلې ترلاسه کړي.
په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ د بېلابېلو هېوادونو ګډه اندېښنه بلل کېږي. په همدې حال کې، طالبان په هېواد کې د ترهګرو ډلو شتون ردوي او وایي چې د افغانستان خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد د ګواښ لپاره نه کارول کېږي.
طالبان همدارنګه ادعا کوي چې د داعش خراسان ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده، خو هغه بریدونه چې دا ډله یې مسؤلیت پر غاړه اخلي، لا هم دوام لري. په دې وروستیو کې د داعش خراسان څانګې د بدخشان ولایت د طالبانو د یوه چارواکي د ترور مسؤلیت هم منلی دی.
