اطلاعات روز: د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر الکساندر بورتنیکوف ویلي، چې په افغانستان کې د داعش فعالیت زیات شوی دی.
د سپوتنیک په وینا، هغه دا څرګندونې په مسکو کې د خپلواکو هیوادونو د ګډو ګټو په امنیتي غونډه کې وکړې.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو مشر دا هم ویلي، چې په سوریه کې د داعش د نفوذ د پیاوړتیا خطر شتون لري.
هغه زیاته کړې چې د ترهګرو ډلو مشران په افغانستان او سوریه کې په فعالو وسله والو حساب کوي.
د روسیې دغه امنیتي چارواکي همدارنګه ادعا کړې، چې ترهګر د بهرنيو استخباراتي خدمتونو په مرسته، له کډوالو او داخلي بېځایه شوو کسانو څخه په فعاله توګه استفاده کوي، څو وسلهوال کسان نورو هېوادونو ته داخل کړي.
په ورته مهال د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو د مشر څرګندونې «بې بنسټه» بللې دي.
هغه طلوع نیوز ته ویلي، چې د طالبانو ځواکونو په افغانستان کې د داعش فعالیتونه «خنثا» کړي دي.
طالبانو پخوا په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی و او ادعا یې کړې وه چې دا ډله یې ځپلې ده.
خو، له دې سره سره سره دې ډلې په مکرر ډول د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د داعش په پټنځایونو د بریدونو راپور ورکړی دی.
په وروستۍ پیښه کې چې دوې شپې وړاندې شوې، د طالبانو د استخباراتو سره تړلو رسنیو ادعا وکړه چې د دې ډلې ځواکونو د کابل په «قصبې» سیمه کې د داعش په پټنځای برید کړی دی.