هلمند کې وروستیو زلزله ځپلو ته څه باندې ۵.۵ میلیونه افغانۍ مرسته ټوله شوې

اطلاعات روز: هلمند کې طالب چارواکي وايي، چې دوی په دغه ولایت کې د خوست او پکتيکا زلزله ځپلو کورنيو ته ۵.۵ میلیونه ۳۱ زره او ۳۴۱  افغانۍ مرسته ټوله کړې ده.

هلمند ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد وايي، چې دغه مرستې يې د مرکز او د هلمند په بیلابیلو ولسواليو کې راټولې کړي دي.

د حافظ راشد په خبره چې له څو ورځو راهیسې يې د مرستو دغه کمپاین روان کړی و او نن (دوشنبه، ۱۳ د چنګاښ) يې پای ته ورسوه.

هغه وايي چې ترلاسه شویو نغدو پیسو کې د طالب د چارواکو په ګډون عامو خلکو او ملي سوداګرو هم برخه اخيستې او دغه پیسې يې راټولې کړي دي.

نوموړی زياتوي چې دوی يادې پيسې په هلمند کې د طالبانو ولايتي چارواکو ته سپاري چې هغوئ یې د خوست او پکتيکا زلزله ځپلو کورنيو ته ورسوي. وروسته له هغه چې په خوست او پکتيکا کې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړل په کور د ننه او بهر زيانمن شویو کسانو ته د مرستو راټولولو لړۍ پېل شوه چې تراوسه په زياته اندازه مرستې يادو کورنيو ته راټولې شوي دي.