هلمند کې دوه ماشومانو یوې څاه کې د لویدو له امله ساه ورکړې

اطلاعات روز: هلمند کې طالب مسوولین وایي، د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې درې ماشومان یوې څاه ته لویدلي چې له امله یې دوه هلکانو ساه ورکړې او یوه نجلۍ ژغورل شوې ده.

د هلمند ولايت له پاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال محمد قاسم رياض وايي، چې دغه ماشومان تيره ورځ (سې‌شنبه، ۲۱ د چنګاښ) یوې سر لوڅې څاه (باوړۍ) ته لویدلي وو.

نوموړی زیاتوي، ژغورل شوې نجلۍ دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې د افغانستان په جنوبي ولايتونو کې سر لوڅو څاګانو ته د ماشومان لويدل زيات شوي چې خلک یې اصلي علت ماشومانو ته د کورنیو نه پاملرنه یادوي.