فاریاب کې یوه شل کلن ځوان ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د محمد عیسی په نوم یوه شل کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره ورځ (جمعه، ۲۴ د چنګاښ) د شيرين تګاب ولسوالۍ په «تورتکل» کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، دغه ځوان د ياد کلي اوسېدونکی و، چې د تفنګچې په وسیله یې په خپل سر ډز کړی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

د دغه ځوان د ځان وژنې لامل او انګیزه لا تر اوسه نده معلومه.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په فاریاب ولایت کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.

تېره اونۍ د چهارشنبې په شپه د دې ولایت په المار ولسوالۍ کې  یو بل ۲۰ کلن ځوان هم ځان زندی کړی و.

بې کاري، بېوزلي او کورنی تاوتريخوالى په هېواد کې د ځان وژنې اصلي لاملونه ښودل شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

حمایت می‌کنم

در افغانستان، جایی که آزادی رسانه‌ها، مانند بسیاری از آزادی‌های دیگر، سرکوب شده است، اطلاعات روز به ایستادگی در برابر سرکوب ادامه می‌دهد.

دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته