طالبانو د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار د نهمې ناحیې اړوند د «خوادي پروژې» په نوم ۶۷۰ جریبه ځمکه «امارتي» اعلان کړې ده.
د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند برکتالله رسولي نن (سهشنبه، د وږي ۳مه) په اېکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه پرېکړه په شمال زون کې د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې کړې ده.
هغه زیاته کړې، چې دې محکمې د «خوادي پروژې» د ۶۷۰ جریبه ځمکې د ملکیت اسناد او شواهد څېړلي او د شریعت له مخې یې د دغې ځمکې ملکیت «امارتي» تثبیت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ سهشنبه هم په بلخ کې د یوه ښارګوټي ټوله ځمکه «امارتي» اعلان شوې وه.
د طالبانو عدلیې وزارت تېره سهشنبه (۲۷ اسد) ویلي وو چې د غصب شویو ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د مزار شریف ښار د «مایار مینې» ښارګوټي شاوخوا ۳۰۰ جریبه ځمکه «امارتي» تثبیت کړې ده.
