اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ځايي مسوولين وايي، د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله د يوه طالب ميرمن وژل شوې او د هغه ماشوم زوی ټپي دی.
هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، دغه پيښه تيره ورځ (دوشنبه، ۲۱ د وږي) مازدیګر ۰۶:۰۰ بجې د هلمند نادعلي ولسوالۍ «نواباد» سیمه کې رامنځته شوي ده.
نموړی زیاتوي، لاسي بم د محمدولي په نوم د يوه طالب په کور چاودلی چې پرمهال يې د ياد طالب ميرمن وژل شوي او د هغه زوی ټپې شوي دی.
دطالبانو د دغه مسوول په وینا، د ټپې شوي ماشوم روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.
د دې چاودنې د رامنځته کیدو په اړه څه نه دي ویل شوي.
څه موده وړاندې فاریاب کې د طالبانو لاسي بم چاودنې یو ځوان وواژه او څلور نور یې ټپیان کړي وو. ویل شوي چې دغه چاودنه تصادفي وه.
د طالبانو غړي تل له ځانه سره وسلې او مهمات ګرځوي، چې کله ناکله د داسې مرګونو پېښو لامل ګرځي.