اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د دینې مدرسې یو ۱۳ کلن زده کوونکی تر شکنجې وروسته وژل شوی دی.
د دغه ولایت د موسی کلا ولسوالۍ يوه اوسيدونکي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې یاد ماشوم محب الله نومیده او د تېرو ۱۲ میاشتو راهیسې له یوې دیني مدرسې څخه نادرکه شوی و، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۱ د لړم) یې جسد وموندل شو.
سرچینه زیاتوي، یاد ماشوم لومړی سخت وهل شوی ټکول شوی او تر وژلو وروسته یې جسد یوې ژورې څاه ته اچول شوی دی.
تر اوسه د دغه ماشوم د وژلو انګیزه نه ده معلومه چې چا او ولې وژلی دی.
هڅه مو وکړه چې د دې پیښې په اړه په هلمند کې د طالبانو نظر هم د ځان سره ولرو خو د هغوی د ځواب په اخیستو بریالي نشولو.
دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په هېواد کې جنايي جرمونه زيات شوي او دغې چارې عام خلک اندیښمن کړي دي.
