نورستان کې د پاکستاني انجینرانو له لوري د لیتیمو د استخراج او قاچاق ادعا

اطلاعات روز: د نورستان یو شمیر اوسیدونکي ادعا کوي چې په دغه ولایت کې پاکستاني انجینران په غیر قانوني توګه لیتیم استخراجوي او پاکستان ته یې قاچاق کوي.

د دغه ولایت یو اوسیدونکي سجاد نورستاني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې یو شمیر پاکستاني انجینران د سړک جوړولو په پلمه په دغه ولسوالۍ کې لیتیم استخراجوي او بیا یې پاکستان ته لیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې سیمې ته د تګ لپاره ځایي خلکو ته هم پاکستانیان اجازه نه ورکوي او په یاده سیمه کې د پاکستاني انجینرانو له لوري د شپې او ورځې له خوا کار کیږي.

د نورستان د وایګل ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی چې ځان د احمدولي (مستعار) په نوم معرفي کوي، هم ورته شکایت کوي او وایي، چې په دې ولسوالۍ کې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې پاکستاني انجینران د سړک جوړولو په بهانه د ځینو کانونو استخراج پېل کړی دی.

نوموړی وایي، یاده ستونزه یې له ځایي طالب چارواکو سره هم شریکه کړې خو تر اوسه یې د مخنیوي په برخه کې هیڅ نه دي کړي.

بلخوا د نورستان ولایت طالب چارواکي د ځایي خلکو ادعاوې بې بنسټه بولي او زیاتوي یاده سیمه کې لیتیم ندي تثبیت شوي.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وایي، وایګل د نورستان-کونړ ترمنځ پرته ولسوالي ده چې تراوسه پکې لیتیم نه دي تثبیت شوي او د استخراج په اړه یې خپاره شوي راپورونه بې بنسټه بولي.

نورستان د هیواد یو له غریزو ولایتونو شمیرل کیږي چې په مرکز پارون، منډول او نورګرام ولسوالیو کې یې د لیتیم کانونه تثبیت شوي دي.