ارزګان کې يوه ځوان ځان په ټوپک وژلی

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ولايتي مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولايت په چوره ولسوالۍ کې يوه ځوان ځان په ټوپک ویشتلی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

ارزګان کې د طالبانو د والي ویاند احسان الله حماس وایي، د احمدالله په نامه یوه ځوان تېره ورځ (شنبه، ۸ د سلواغې) د چوره ولسوالۍ په «قلعه راق» سیمه کې ځان ویشتلی چې لومړی ټپي او وروسته یې د ترینکوټ روغتون کې ساه ورکړې ده.

حماس د دې وژنې لامل کورنۍ تاوتريخوالۍ بللی او زیاتوي چې دوی په دی اړه څیړنه کوي.

په ورته وخت کې یوه سرچینه بیا وايي، چې ۳۳ کلن احمدالله ځکه ځان وژنه کړې چې پلار یې بې وزله و او ده ته يې د کوژدې کولو توان نه درلود.

افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت، ناوړه دودونه او رواني فشار د ځان وژنې لوی لاملونه بلل کېږي.