هالنډ په افغانستان کې د دغه هيواد د ځواکونو د هوايي بريد قربانيانو ژوندي پاتې شویو ته غرامت ورکوي

اطلاعات روز: د هالنډ دولت ويلي چې د هغې بمبارۍ په اړه چې د ۲۰۰۷ کال پر مهال افغانستان کې د استوګنې پر يوه ودانۍ د هالنډي ځواکونو له لوري وشوه او ۲۰ ملکي وګړي پکې ووژل شول د محکمې پر پرېکړه به اعتراض ونه کړي.

دا بريد د ارزګان ولايت په «چوره» ولسوالۍ کې شوی و. د اسوشيټیډ پريس له راپور سره سم، د دې بريد ژوندي پاتې شویو د هالنډ د دولت پر خلاف شکايت کړی و.

د لاهه سيمه‌ييزې محکمې دا بريد د نړيوالو بشرپالو حقونو نقض ګڼلی او د هالنډ دولت ته يې د غرامت ورکولو ويلي دي.

د هالنډ دفاع وزارت په خپله دفاع کې ويلي چې د دې هيواد پوځ د «کوالا» په نوم پر يوه سرای بريد وکړ چې طالب جنګياليو پکې سنګر جوړ کړی و.

خو له راپورونو سره سم چې طالبانو تر بريد ۱۲ ساعته وړاندې په دې ودانۍ کې سنګر جوړ کړی و. قاضيان هم دې پايلې ته رسېدلي چې پوځ هغه مهال د بشپړو معلوماتو نه درلودلو په حالت کې پر دې ځای نظامي بريد کړی دی.

د هالنډ دفاع وزير کاجسا اولونګرن قاضيانو ته په يوه ليک کې ويلي چې دا وزارت تر بريد ۱۵ کاله وروسته داسې کوم ثبوت نه لري چې وښيي هغه مهال کوالا نظامي هدف و او که نه.

ده ويلي: «پر همدې اساس، دولت به د بياکتنې غوښتنه ونه کړي. دولت به د محکمې د حکم پيروي وکړي.»

تر اوسه د تاوان ورکړې کچه روښانه نه ده.

هالنډۍ وکيلې ليزبث زګولد چې په محکمه کې يې د ژوندي پاتې شویو وکالت کاوه، ويلي چې په افغانستان کې د يوې اړيکې له لارې يې د هالنډ د دولت پرېکړه شکايت کوونکو ته رسولې او هغوی په دې اړه خوښي ښودلې.